سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد امریکا لوی درستیز په افغانستان کې د پراخې کورنۍ جګړې اټکل...

د امریکا لوی درستیز په افغانستان کې د پراخې کورنۍ جګړې اټکل کوي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۱۴) د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون / شنبه/ وویل، په افغانستان کې د یوه پراخ کورني جنګ احتمال شته چې کېدای شي ورسره تروریستي ډلې بیا دې هیواد ته راشي او ځانونه منظم کړي.

جنرال مارک میلي، په جرمني کې له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل«زما پوځي اټکل دا دی چې احتمالاً افغانستان د یوې کورنۍ جګړې په لور ځي.»

د امریکا لوی درستیز زیاته کړه«نه پوهېږم چې طالبان به ځان تثبیت او یو حکومت، چې پر ټول افغانستان کنټرول ولري، جوړ کړای شي او که نه.»

ده اندېښنه وښوده چې تروریستي ډلې به په افغانستان کې له ګډوډۍ او د وضعیت له بې ثباتۍ د ځان د بیا تنظیمولو لپاره ګټه واخلي.

طالبانو چې په څو ورځو کې د کابل په شمول د افغانستان ګڼ ولایتونه تقریباً بې جګړې ونیول، په وروستیو شپږو ورځو کې په پنجشېر کې له مقاومت سره مخامخ دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز همداراز ویلي«فکر کوي چې حداقل په افغانستان کې د یوې پراخې کورنۍ جګړې د پېښېدو ډېر زیات احتمال شته او هغه به په حقیقت کې د داسې شرایطو سبب شي چې القاعده یا د داعش څانګه یا نور تروریستان ځانونه بیا منظم کړي.

جنرال مارک میلي په کلکه وویل، تاسو به د ۱۲، ۲۴ یا ۳۶ میاشتو په منځ کې ووینئ چې تروریستي ډلې به ځانونه بیا په سیمه کې منظمې کړي. «موږ به دا شرایط تر نظر لاندې ساتو.»

د امریکا د پوځ له لوی درستیز څخه د فاکس نیوز خبریال وپوښتل چې ایا دا امکان شته چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو له بیا منظمېدو وروسته امریکا دې هیواد ته سرتېري واستوي؟

مارک میلي په ځواب کې وویل«دا مسله به په دې برخه کې د پالیسۍ له جوړولو سره تړلې وي.»

خو ده په عین حال کې ټینګار وکړ، دې ته په پام چې امریکا به په افغانستان کې پوځي حضور نه لري، په دې برخه کې د استخباراتي معلوماتو ټولول به ګرانه وي.

جنرال مارک میلي زیاته کړه «موږ باید د استخباراتي معلوماتو د ټولولو شبکه بیا جوړه کړو او که د امریکا پر ضد هر راز ګواښ پېښ شو، عملیات به وکړو.»

2 COMMENTS

  1. تاسي نور چوپ سۍ بي غيرته يرغلګرو له افغانستانه په تيښته ولاړاست او افغانستان مو پنجاب ته تسليم کړ. انشاالله ستاسي هيلي او ارمانونه به ګور ته يوسۍ. تاسي خو څه سي جوړ وه هغه هم د افغان ولس په وينو هغه مو ويجاړ کړل. پښتنو کې متل ده نيازي سي کډه کوي پخپله ميله اور بلوي. په دغه فلسفه پخپله نيازي پوهيږي خو يرغلګرو تاسي پخپله ميله نه زموږ په ميله اور بل کړ.ددغه اور لمبې به تر تاسي پوري هم درورسيږي او هم ستاسي وفادار غلام پنجاب هم پکې وسوزيږي. ددغه ولس ويني تل توفاني سوې او لوی دجالان يې په وينو لړلي. هر منافق دلته ذليل سوی ستاسي ذلالت هم راغی نور مو په نړۍ کې ځان وشرمول اوس د چا حيا نه درپوري کيږي. متل ده ميږتون سي ورکيږي وزر وکړي د يويشتمي پيړۍ فرعونه ته ورکې ته نيږدې يې. ستا د طاغوتي جهاد پلويان سي تا يې په غاړه سټينګر وريښی وه هغه هم ذليل سول. طاليب هم سي تا ډيزاين کړی او د پنجاب په فابريکه کې جوړ سوی که د موزيتوب ځنځير له غاړي لري نه کړي هم به ذليله سي. ددغه ولس له منځه به بل اکبرخان ايوب خان راپيدا کيږي دغه ولس به يو کاروان او يو لښکر کوي او د نړۍ خيالونه به يې مغزو کې انګازې کوي ددغه توفان مخ ته به هيڅوک دريدلی نسي. هغه وخت به د اتوم او شوبلي جګړه نه وي د توري جګړه به وي او ددغه ميدان فاتح به انشاالله تعالی ددې خاوري زامن وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب