دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهملا برادر: افغانستان کې به سترو اقتصادي پروژو ته زمینه برابره کړو

ملا برادر: افغانستان کې به سترو اقتصادي پروژو ته زمینه برابره کړو

تاند ( یکشنبه، د سنبلې ۱۴) د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وایي په افغانستان کې به د اقتصادي پراختیا لپاره هر اړخیزه زمینه برابره کړي.

ملا برادر له الجزیرې سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره کار روان دی او ژر به اعلان شي.

نوموړي په دې مرکه کې زیاته کړې چې په افغانستان کې د خلکو د ژوند د ښه کېدو او اقتصادي ودې لپاره پراخ پلانونه لري.

د د هغه په خبره د اقتصادي ودې لپاره امنیت تر ټولو اړین دی، نو له همدې امله دوی هڅه کوي چې امنیت تامین او د سترو اقتصادي او پراختیايي پروژو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

ملا برادر  خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د ژوند وضعیت به یې ښه شي او افغانستان به یو پرمختللی او پر ځان بسیا هېواد وي.

ملابرادر د ټولشموله حکومت د جوړولو ژمنه وکړه

2 COMMENTS

  1. لومړۍ اقتصادي پروژه به د ږیرې پریښودل وي او خلکو ته به یې د پاکي نه استعمال وي چې ږیرې کلې کړي، څومره ګټه لري د خلکو اقتصاد ته. ښځو ته به دا ګټه ورسوي چې میک اپ نه کوي بیرون تلو لپاره ځکه چادري کې مک اپ نه معلومیږی او د هغوی پیسې به نه مصرفیږي ډیر لویو پروژو باندې کار روان دی، مننه برادره

  2. BROTHER MULA SAHIB GOVERNMENT IS NOT DUTY OF MULAHA,
    PLEASE INVITE GREAT DOCTOR SAHIB ASHRAFGHANI,TO COME BACK TO COUNTRY.
    ASHRAFGHANI IS ECONOMIST,
    IF YOU TALKING OF ECONOMY,THIS IS FUNNY,
    KARZAY/GULABUDDIN ABDULAJAN IS WRONG PEOPLES,
    YOU ARE PUKHTOON ,YOU WAS 10 YEAR IN PAKISTANI JAIL. , BE SMART WITH PAKISTAN/KEEP BALANCE
    BETWEEN INDIA&PAKISTAN
    BETWEEN IRAN&SAUDI/QATAR NEED TO KEEP BALANCE.
    BRING HONEST EDUCATED PEOPLES TO GOVERNMENT AND DOCTOR ASHRAFGHANI SAHIB.
    AFGHANISTAN NEED TO Ashraf Ghani,
    AFGHANS CAN STAY IN COUNTRY IF ASHRAFGHANI COME BACK,
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب