دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملابرادر د ټولشموله حکومت د جوړولو ژمنه وکړه

ملابرادر د ټولشموله حکومت د جوړولو ژمنه وکړه

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۱۴) د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او مرستیال ملاعبدالغني برادر وايي چې طالبان د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو په درشل کې دي.

ملا برادر الجزیرې تلویزیون ته په مرکه کې وویل«زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ د دوی د ژوند د ښه کولو لپاره هڅې کوو، حکومت به د هر چا په وړاندې مسوولیت ولري او امنیت به ورته برابر کړي ځکه چې دا نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره ضروري دی.»

ملابرادر زیاته کړه، امنیت په هیواد کې د سترو اقتصادي پروژو د پیلولو لپاره ضروري دی.

«که موږ امنیت راوستلی شو، پر نورو ستونزو به لاسبري شوو، او له همدې ځایه به پرمختګ او وده پیل شي.»

برادر په عین حال کې وویل چې په دې برخه کې به له هیڅ هڅې ډډه ونه شي.

د جمعې په ورځ ځینو سرچینو وویل چې د شنبې په ورځ به د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو حکومت اعلان شي خو وروسته وویل شول چې د طالبانو حکومت به د دې لپاره چې نورو خواوو ته هم پکې برخه ورکړل شي، یوه اوونۍ وروسته اعلان شي.

د ځینو راپورونو له مخې، د آی ایس آی مشر د کابل په سفر کې د ملابرادر په مشرۍ د نوي حکومت د اعلان مخه ونیوله.

طالبان د دې لپاره چې د دوی حکومت نړیواله ټولنه په رسمیت وپېژني او تعامل ورسره وکړي او هم په راتلونکې کې له جګړو سره مخامخ نه شي، ضرورت لري چې یو شمېر نورې ډلې هم په حکومت کې ومني.

طالبانو ته د حکومت د دوام لپاره تر هر څه زیات مهمه دا ده چې د نړیوالې ټولنې غوښتنې، په تېره بیا د ښځو حقونه، بشري حقونه، د بیان ازادي او مدني ازادۍ ومني.

3 COMMENTS

  1. Lets start with first thing first : Seems like you will be the head of new government. Do you mind telling us that what is your qualification to head such vital and important job ?

  2. دده تحصیلات هههههه
    دا هغه اس دی چز قبضه یې د فیض حامد سره ده، اوس به دلته دوی د ای اس ای په خوښه حکومت نه خو انډوخر جوړوي. برادره مطمین یم چې افغانیت درکې نشته خو لږغیرت لرې؟ ستا هغه ۸ کاله د ای اس ای زندان هیر شو؟ هغه بې کمیسه او پرتوګه عکسونه دې هیر دي؟ شرم لرې کنه چې اوس هم د پاکستان په خوله هر څه کوې؟

  3. ددوی څخه افغانیت ، شرم او حیا پنجابی پاکستان کاملآ اخیستۍ دی دوی ئی ددی لپاره همداسی تهدابی غلامان تربیه کړی دی او غلام تنظیمونه لږ څه ورڅخه یاغی شوی دی همدائی علت دی چی امریکا او پنجابی پاکستان فوق العاده مطیع طالبان ئی وروسته له ډیرو فریبیو چمونو کابل کښی په ډرامئیی شکل سره په ارګ کښی دوباره داخل کړل اما دا وحشیان د تنظیمونو وحشیانو په شان د حکومتداری اهلیت او جغور نلری دا ئی ملت ته ثابته کړی دی او دا ددوی بی کفایتی او وحشیتوب سبب ددی شوۍ دی چی د بادارانو له خوا محکم په غیږ کښی نیول شوی دی او کوشش کوی چه دا وحشیان د همه شمول حکومت شعار لاندی د ملت پر اوږو دوامدار سپاره وساتی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب