یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهګوګل د افغانستان د حکومت لسګونه ایمیلونه په موقتي ډول بند کړي

ګوګل د افغانستان د حکومت لسګونه ایمیلونه په موقتي ډول بند کړي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۱۴) د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ګوګل د افغانستان د حکومت ځینې ایمیلونه په موقتي ډول بند کړي دي.

ګوګل کمپنۍ دا کار د دې لپاره کړی چې طالبان د پخواني حکومت د چارواکو حساس معلومات ترلاسه نه کړي.

ګوګل په یوه بیان کې ویلي چې د اړوندو ایمیل اکاونټونو د خوندیتوب لپاره یې دا اقدام په موقتي ډول کړی دی.

ګوګل وايي چې د مالیې، صنایعو، لوړو زده کړو او کانونو د وزارتونو په شمول شاوخوا ۲۴ تنو افغان چارواکو د رسمي ایمیلونو لپاره د ګوګل له ایمیله کار اخیست.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر هم له ګوګل څحه کار اخیست.

په همدې حال کې د امرکیا د خزانې وزارت د افغانستان شاوخوا نهه نیم ملیارد ډالره اسعاري زېرمه کنګل کړې ده.

ګومان کېږي چې امریکا به تر هغو د افغانستان بانکې پشتوانه او اسعاري زطرمه ازاده نه کړي چې په افغانستان کې نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ حکومت جوړ شوی نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب