یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پنجشېر د مرکز د سقوط او د طالبانو د مرګ ژوبلو...

د پنجشېر د مرکز د سقوط او د طالبانو د مرګ ژوبلو په اړه ضد و نقیض ادعاوې

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۳) بېلابېلې سرچینې وايي چې طالبان نن شپه (شنبه) د پنجشېر ولایت مرکز بازارک ته په ننوتو بریالي شول او د ولایت مقام یې ونیوه.

طالبانو د پنجشېر درې په جګړه کې، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې دوام کړی، بې سارې وسلې هم نیولي دي. په ویدیوګانو کې هغه وسلې، توپونه، ټانکونه او نور.. لیدل کېږي چې طالبانو په پنجشېر کې له خپلو مخالفانو نیولي دي. ځینې طالبان وايي چې دومره وسله یې ښايي په ټول افغانستان کې نه وي نیولې.

د هند انډیا ټوډې ورځپاڼې د خپلو سرچینو په قول ویلي چې طالبانو د پنجشېر ولایت په بشپړ ډول نیولی دی.

خو تر دې دمه (د دې خبر د خپرېدو تر شېبې) هیڅ خپلواکې سرچینې او ښکېلو خواوو د بازارک د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.

بازارک یا په مجموع کې پنجشېر د طالبانو په وړاندې د جنګېدونکو مخالفانو یوازینی پاتې ځای و.

که د طالبانو له لوري د پنجشېر نیونه تایید شي، دا به په تېرو ۴۰ کلونو کې لومړی ځل وي چې د افغانستان د خاورې ټولې برخې د یوې ډلې یا یوې ادارې تر کنټرول لاندې راځي.

له بلې خوا د مقاومت جبه ادعا کوي چې د پنجشېر په جګړه کې یې نژدې ۶۰۰ طالبان وژلي دي.

د مقاومت جبهې ویندوی فهیم دشتي پر خپله ټویټرپانه کښلي «له نن سهار څخه د پنجشېر په بېلابېلو برخو کې نژدې ۶۰۰ طالبان وژل شوي، ۱۰۰۰ تنه نور یې یا ژوندي نیول شوي یا تسلیم شوي دي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب