Homeخبرونهپه پنجشېر کې طالبان د سوبو او مخالفان یې طالبانو ته د...

په پنجشېر کې طالبان د سوبو او مخالفان یې طالبانو ته د مرګ ژوبلو دعوې کوي

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۳) په پنجشېر دره کې طالبان د پرمختګ او مقابل لوری یې طالبانو ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعا کوي.

طالبان وايي چې د پنجشېر ولایت پریان، خنج، شوتل(شُتل)، آبشار او  عنابه ولسوالۍ یې نیولي او جګړه یې د پنجشېر مرکز بازارک ته نژدې روانه ده.

ځینې طالبان دا هم وايي چې اوس د بازارک د نیولو پر سر سخته جګړه روانه ده. دوی ویدیوګانې خپرې کړي چې په هغو کې طالبان د ولایت د مقام لور ته د پرمختګ په حال کې ښيي. د دغو ویدیوګانو کره والی خپلواکې سرچینې نه شي تاییدولی.

خو مقابل لوری یې سره له دې چې د طالبانو پرمختګونه تاییدوي، وايي چې په پنجشېر کې یې څو ځایه طالبان محاصره کړي دي.

د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو وسله والو مخالفانو یوه ویندوی فهیم دشني رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د (ریوت) دښتې په سیمه کې یې هغه مهال طالبان محاصره کړل چې په غره کې د دوی له لوري چاودول شویو موادو د طالبانو لار بنده کړه.

ده همداراز ویلي په دې سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

دشتي زیاته کړې چې د خاواک کوتل هم د دوی له لوري بند کړای شوی او زرګونه طالبان په پریان ولسوالي کې محاصره شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...