جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپاکستان کې چاودنې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

پاکستان کې چاودنې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند ( یکشنبه، د سنبلې ۱۴) پاکستاني رسنۍ وایي دبلوچستان په مستونګ سیمه کې یوې چاودنې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرچینې د راپورونو له مخې چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

پاکستاني چارواکي وایي په دې پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

تر اوسه د دې برید پړه چا نه ده منلې.

د یادونې ده، چې همدې سیمې ته نږدې څو ورځې وړاندې هم دوه پاکستاني عسکر په یوه برید کې وژل شوي وو.

پاکستاني رسنۍ وایي چې په وروستیو کې په پاکستان کې نا امني ډېره شوې او پر پاکستاني پوځ بریدونو زور اخیستی دی.

وروستیو پېښو د پاکستان حکومت ته هم اندېښنې پیدا کړې دي.

1 COMMENT

  1. now inkabul pakistani friends talibs uncharge.
    after this who is responsible for this kind attacks,
    the answer is that. pakistani peoples are against military dectatorism.
    zendabaad peoples

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...