Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان بانک د بورډ یو غړی په محدوده پیمانه د افغانستان...

د افغانستان بانک د بورډ یو غړی په محدوده پیمانه د افغانستان د اسعاري زېرمې د پرېښودو غوښتنه وکړه

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۰) د افغانستان بانک د بورډ یوه جګپوړي غړي د امریکا له خزانې وزارت او د پیسو له نړیوال صندوق څخه وغوښتل چې په هیواد کې د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره د طالبانو په مشرۍ حکومت ته د افغانستان د اسعاري زېرمې محدوده اجازه ورکړي.

د افغانستان نژدې ۹ نیم ملیارد ډالره اسعاري زېرمه په امریکا کې ساتل کېږي.

د امریکا په مریلنډ کې د مونټګومري پوهنتون د اقتصاد استاد شاه محرابي، چې له ۲۰۲۰ څخه د افغانستان بانک د بورډ غړی هم دی، نن / چهارشنبه رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې که د افغانستان اسعاري زېرمه کنګل پاتې شی، دا هیواد به هرومرو له یوه اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ شي.

محرابي ټینګار کړی چې دا خبره د طالبانو لپاره یا د طالبانو له لوري نه کوي بلکې د افغانستان بانک د بورډ د یوه غړي په توګه کوي.

ده زیاته کړې، په پام کې لري چې روانه اوونۍ د امریکا د کانګریس له غړیو سره وویني، او هیله لري چې ژر د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره هم وګوري.

محرابي ویلي«که نړیواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې د اقتصاد د سقوط مخه ونیسي، یوه لاره به یې دا وي چې افغانستان پرېږدي چې خپلې اسعاري زېرمې ته محدود لاسرسی ومومي.»

د ده په وینا که افغانستان په اوس وخت کې اسعاري زېرمې ته لاس پیدا نه کړي نو د افغانستان اقتصاد به بد ګوزار وخوري او د عامو افغانانو تنګ لاسي به نوره هم زیاته شي.

محرابي وړاندیز کوي چې په اوس وخت کې دې د افغانستان نوي حکومت ته د ۱۰۰ او ۱۲۵ ملیون ډالرو ترمنځ پیسې ورکړل شي او هغه دې د نړیوالو له لوري وڅارل شي چې په څه مصرفېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...