یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهطالبانو له امریکا وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

طالبانو له امریکا وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۱) افغان طالبانو د امریکا له متحدو ایالتونو وغوښتل چې خپل دیپلوماتان بېرته افغانستان ته ولېږي.

د طالبانو ویندوی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ذبیح الله مجاهد وویل«امریکا باید په کابل کې یوازې دیپلوماتیک حضور ولري. موږ له دوی سره د ارتباطاتو کانال لرو او هیله لرو چې په کابل کې به خپل سفارت بیا پرانیزي او موږ غواړو چې له دوی سره سوداګري راکړه ورکړه ولرو.»

کتونکي وايي چې له امریکا سره د ښو اړیکو لرل د طالبانو د راتلونکي حکومت لپاره حیاتي اهمیت لری. همدا اوس د افغانستان تقریباً ټوله اسعاري زېرمه او بانکي پشتوانه د امریکا له لوري کنګل ده او له بلې خوا تر څو چې امریکا موافقه نه وي افغانستان د نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق او ګڼو نورو مالي ادارو مرستې نه شي ترلاسه کولی.

امریکا له کابل څخه د خپل سفارت ټول کارکوونکي او شارژدافېر ایستلي او د اوس وخت لپاره یې په قطر کې ځای پر ځای کړي دي.

د امریکا له لوري د کابل په هوايي ډګر کې د خپلو هغو هیلي کوپترو ویجاړېدا، چې د اشرف غني په مشرۍ یې د افغانستان حکومت ته ورکړې وې، د افغانستان په وړاندې د امریکا د راتلونکې پالیسۍ په اړه تیاره تصویر ښيي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون / چهارشنبه/ وویل، که لوېدیځ هیوادونه افغانستان ته شا واړوي، په دې هیواد کې به د کورنۍ جګړې اور بل شي او افغانستان به د یوه هیواد په توګه له اقتصادي پلوه سقوط وکړي.

قریشي له سکای نیوز سره په مرکه کې له طالبانو سره د لوېدیځو هیوادونو د همکارۍ او اړیکو غوښتنه وکړه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب