دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+اسپرین د سرطان له مخنیوي سره مرسته کوي

اسپرین د سرطان له مخنیوي سره مرسته کوي

داکټر سيدمصلح الدين قادري

څېړنې ښيي، هغه خلک چې هره ورځ اسپرين (Aspirin) ګولۍ کاروي په دوى کې د وخت په تېرېدو سره د سرطان ناروغۍ خطر کمېږي.

برتانیايي ساينسپوهانو په یوه څېړنه کې موندلې، هغه کسان چې په کورنۍ کې يې د سرطان ناروغۍ پېښې ډېرې وي، که اسپرين ګولۍ استعمال کړي، نو په کې د سرطان خطر تر ٦٠ سلنه پورې کمېږي.

دا څېړنه په ١٦ هېوادونو کې په ټوليزه بڼه ترسره شوې او د لومړي ځل لپاره ثابته شوې چې هره ورځ د اسپرين په کارولو د سرطان ناروغۍ له مخنیوي سره مرسته کوي. دوى وايي هغه سلګونه زره کسان چې د قلبي ناروغۍ لپاره اسپرين ګولۍ کاروي؛ نو د هغوى بدن ورسره د کېنسر له ناروغۍ د بچ کېدو له ځانګړنو هم برخمن کېدلى شي سربېره پر دې چې ډاکټران د روغتيا په موخه ددغو ګوليو د زياتوالي وړانديز کوي، دوى هم د دغې مرګونې ناروغۍ څخه د بچ کېدو په موخه اسپرين کاروي.

په دې څېړنه کې په (lynch Syndrome) اخته ٨٦١ ناروغانو کې نيمايي هغو ته په ورځ کې دوه ٦٠٠ ميلي ګرامه وزن لرونکي اسپرين ګولۍ تر دوه کلو پورې روزانه ورکړل شوي دي او پاتې نيمايي ناروغانو ته نورې ګولۍ ورکړل شوي او دا واضع خبره ده چې د lynch Syndrome يو Genetic نقص دى چې د هغه په وجه د عمر په اوږدو کې د کولمو او نورو اعضاوو سرطان پيداکېږي.

طبي جریده (لانست) کې راغلي چې په لومړيو کې دواړو ګروپونو په کېنسر کې کوم تغير نه ليدل کېده، مګر کله چې ٥ کاله وروسته بياځل کتنه (فالواپ) وشو؛ نو کومو خلکو ته چې اسپرين ورکړل شوي وو په هغوى کې يواځې ١٩ نوي ناروغانو کې د سرطان مرض تشخيص شو او بل ګروپ کې ٣٤ تنه په سرطان اخته وو، په دې توګه د اسپرين کارولو ٤٤ سلنه کموالى په ګوته شو او کله چې څېړونکو دغه ٦٠ سلنه ناروغانو ته پوره پاملرنه وکړه نو ددوه کالو په پايله کې د اسپرين ګټه په ډاګه شوه چې په لومړي ګروپ کې ١٠ تنه او په دويم ګروپ کې ٢٣ تنه په سرطان ناروغۍ اخته وو. څېړونکي په دې باوري شوه چې په اسپرين کاروونکو کې ٦٣ سلنه خطر کم شوى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب