Home+داسې بانډاژ چې د ټپ له خرابېدو مو خبروي

داسې بانډاژ چې د ټپ له خرابېدو مو خبروي

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۱۱) د استرالیا د ملبرن (RMIT) پوهنتون څېړونکو له نینو ټکنالوژۍ څخه په استفادې داسې باکتریا ضد او ارزانه بانډاژ جوړ کړی چې که په ټپ کې چرک یا عفونت پیدا شي رنګ بدلوي.

کله چې ټپ چرک وکړي، د ټپ ځای له اسیدي حالته په القلي حالت اوړي. دا تغییر سبب کېږي چې په بانډاژ کې موجود مګنیزیم هایدرو اوکسایډ د ماروا بنفش وړانګې په مرسته روڼ رنګ خپل کړي.

څېړونکي وايي چې د دغه بانډاژ د جوړولو لګښت ډېر کم دی او د دیابیټ د زخم په شمول د هرراز ټپ د درملنې لپاره خورا ګټور دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...