جمعه, فبروري 6, 2026
Home+د کارابین لیګ ۱۲مه لوبه کېټس لوبډلې وګټله

د کارابین لیګ ۱۲مه لوبه کېټس لوبډلې وګټله

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۱) د کارابین په سوداګریزو لوبو کې ۱۲ مه لوبه د جمیکا تالاواس او کېټۍ پاټورېټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د دې لوبې پچه کیټس وګټله او جمیکا تالاواس لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه وکړه.

جمیکا لوبډلې په تاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې.

د پاټوریټس لوبډلې د ۱۶۷ هدف په ۱۸ام اور کې پوره او لوبه یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په خپل نوم کړه.

د دې لوبې غوره لوبغاړی شرفین روترفورډ ونومول شو.

ټاک شوې چې د روان لیګ په  نن ماښام لوبو کې  ګیانا امازون له سانټ لوشیا کینګز سره او سبا سهار بارباډوس رویالز له کیټس پاټوریټس سره لوبه ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...