Home+ایرلنډ ۳مه شل اوره لوبه له زمبابوې وګټله

ایرلنډ ۳مه شل اوره لوبه له زمبابوې وګټله

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۱) د زمبابوې او ایرلنډ ترمنځ د پنځه شل اوره لوبو په ۳مه لوبه کې ایرلنډ، زمبابوې ته په ۴۰ منډو ماتې ورکړه.

دا لوبه تېره شپه ترسره شوه.

د لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او کوربه ایرلنډ ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ایرلنډ په ټاکلو شلو اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۸ منډې وکړې.

د ایرلېنډ لپاره پاول سټرلینګ ډېره په زړه پورې او چټکه توپ وهنه وکړه او ۱۱۵ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.

زمبابوې د ایرلنډ له لوري ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۹ اورونو کې د ۱۳۸ منډو په ترسره کولو وسوځېده.

زمبابوې لپاره کرېک ارون تر نورو ډېرې ۳۳ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...