یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد پنجشیر جبهې د تسلیمۍ لپاره له طالبانو درې غوښتنې شوي

د پنجشیر جبهې د تسلیمۍ لپاره له طالبانو درې غوښتنې شوي

تاند(پنجشنبه، سنبلې ١١) – د طالبانو اسلامي تحریک ته نږدې سرچينې وايي، چې د پنجشیر د تسلیمۍ په موخه په دې وروستیو کې د دواړو لوریو ترمنځ په شویو مذاکراتو کې له طالبانو درې غوښتنې شوي دي.

دغه سرچينه وايي، له دې وروسته طالبانو د دې جبهې درې واړه غوښتنې رد کړې دي چې بيا جګړه پیل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په دغو غوښتنو کې لومړۍ غوښتنه دا وه چې راتلونکی نظام دې صدارتي او  لومړی وزیر دې د دوی د خوښې کس شي، دوهمه غوښتنه دا شوې چې احمدشاه مسعود دې بیا هم په بل نوي اساسي قانون کې د ملي اتل په توګه ثبت شي او درېیمه غوښتنه یې د نوي حکومت په بهرنیو چارو، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د دوی د خوښې یو یو مرستیال وټاکل شي.

ياده دې وي، چې طالبان او پنجشیر کې د جګړې مشرتابه په وروستیو غونډو کې د دغه دریو غوښتنو په اړه رسماً هیڅ نه وايي او تراوسه پورې يې نه دا خبر تایید او نه رد کړى دى.

1 COMMENT

  1. دا لنډغر وځپی او دتل لپاره یی ددی جغرافیی ورک او نابود کړی تر څو زموږ مسلمان او غریب ولس ددوی له شره دتل لپاره خلاص شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب