جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهامریکا: ښايي د طالبانو سره په همغږۍ داعش وځپو

امریکا: ښايي د طالبانو سره په همغږۍ داعش وځپو

تاند(پنجشنبه، سنبلې ١١) – د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ لوى درستيز وايي، د اړتیا په صورت کې له طالبانو سره په همغږۍ داعش ځپو.

له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو وروسته امریکایي چارواکي په پرله پسې توګه افغانستان کې د داعش د حضور په تړاو څرګندونې کوي.

تازه د امریکا د پوځ لوی درستیر جنرال مارک میلي ویلي، چې داعش په افغانستان کې یو خطر دی او که پرې د برید اړتیا شوه نو طالبانو سره په همغږۍ به یې وځپي.

مارک میلي زیاته کړه، چې تراوسه سخته ده چې د طالبانو په اړه وړاندوینه وشي او دا هم معلومه نه ده چې دا بې رحمه ډله بدلېږي که نه بدلېږي.

ياده دې وي، چې امریکا د خپلو سرتېرو د وتو په درشل کې په ننګرهار او کابل کې د داعش ډلې غړي په نښه کړي وو.

اوس راپورونه وايي، چې د کابل په بريد کې يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او د دې پېښې قربانيانو بيا د عدالت غوښتنه کړې ده.

طالبانو بيا دغه بريدونه غندلي وو.

1 COMMENT

  1. افغانستان کې هیڅ داعش نشته دلته نور دا پروپاګند مه کوي نور زمونږ هېواد ته مه رازی دلته نور شر مه جوړوی هر څه چې وشول وشول نور بهانې مه جوړوی نه مو یی پکار بس دی،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب