سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد ایران د شورا پخوانی مرستیال وايي: د طالبانو عقل تر موږ...

د ایران د شورا پخوانی مرستیال وايي: د طالبانو عقل تر موږ زیات دی

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۰) د ایران د اسلامي شورا (مجلس) پخوانی مرستیال ريیس علي مطهري په افغانستان کې د طالبانو ځینو دریځونو ته په کتو ویلي چې «د طالبانو عقل تر موږ زیات دی.»

ښاغلي مطهري، چې شورای نګهبان یې د سږ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو او تر دې وړاندې د ایران د اسلامي شورا په انتخاباتو کې صلاحیت رد کړی و، پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، طالبانو ویلي چې پر سیمه ییزو او نړیوالو تړونونو ولاړ دي او له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او دا ښيي چې د طالبانو عقل تر موږ ډېر دی او د امریکا پر سفارت د حملې نیت نه لري.

د ښاغلي مطهري اشاره د ایران د اسلامي انقلاب له بري وروسته د امریکا پر سفارت حملې او د ۴۴۴ امریکايي دیپلوماتانو یرغمل کولو ته ده. له دې پېښې وروسته د ایران او امریکا اړیکې هیڅکله نورمال نه شوې او د یو بل په خاوره کې سفارتونه نه لري.

علي مطهري په خپل پیغام کې همداراز لیکلي «طالبان که د بیان پر ازادۍ او د ښځو پر حقونو ژمن وي، ورته هیله کېدای شي.»

د ایران حکومت په تېرو ۲۰ کلونو کې په رسمي ډول د افغانستان د دیموکراتیک حکومت ننګه کوله خو د دغه هیواد استخباراتو او سپاه پاسداران د افغانستان حکومت د امریکا لاسپوڅی باله او د هغه په وړاندې یې د طالبانو ملاتړ کاوه.

په وروستیو ورځو کې د ایران یو شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو د طالبانو پر واک ته رسېدو اندېښنې ښوولي دي. دوی په ځانګړي ډول له دې درکه اندېښنه لري چې طالبان به د پخواني حکومت په شان د شیعه ګانو لپاره جعفري فقه په رسمیت ونه پېژني او د شیعه افغانانو حقونه به تر پښو لاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب