چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهم.م. وايي، د روان کال تر پایه به ۵ لکه افغانان کډوال...

م.م. وايي، د روان کال تر پایه به ۵ لکه افغانان کډوال شي

تاند(شنبه، د سنبلې ۵) ملګري ملتونه وايي، احتمال شته چې د ۲۰۲۱ کال تر پایه نژدې ۵ لکه افغانان له افغانستانه مهاجرت وکړي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ملګروملتو د جمعې په ورځ وویل، حاضردمه ډېر شمېر افغانان ګاونډیو هیوادونو ته نه اوړي خو د بحران له زیاتېدو وروسته ځان د کډوالو سېل ته چمتو کوي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ مرستیالې کیلي کلمنتس په یوه خبري غونډه کې وویل«حاضردمه بشري بحران او کډوالي دننه په افغانستان کې ده خو حالات بدلېدونکي دي او موږ بېلابېلو سناریو او شرایطو ته ځانونه تیاروو.»

د اغلې کلمنتس په وینا تر ټولو بد حالت ښايي دا وي چې د سیمې هیوادونو ته شاوخوا نیم ملیون افغانان مهاجر شي.

په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو مخکې د جګړو له کبله سلګونه زره افغانان په خپل هیواد کې بې ځایه شول چې لا هم د هغو ډېر خپلو اصلي مېنو ته نه دي ستانه شوي.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ مرستیاله د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته، چې همدااوس د ۲ ملیونه او ۲ لکه افغان کډوالو کوربانه دي، د مرستې پر اړتیا ټینګار کوي او وايي، دا هیوادونه به ښايي په راتلونکو څو میاشتو کې د کډوالو له یوې نوې پراخې څپې سره مخامخ شي.

د ملګروملتو د معلوماتو له مخې، د هغو افغانانو په منځ کې چې سږ کال د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي کابو ۸۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب