یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبایډن ته وویل شول چې د کابل په هوايي ډګر کې بله...

بایډن ته وویل شول چې د کابل په هوايي ډګر کې بله حمله کېږي

تاند(شنبه، د سنبلې ۵) د امریکا ولسمشر جو بایډن ته د کابل د پنجشنبې د ماښام له تروریستي حملې یوه ورځ وروسته ویل شوي چې د کابل په هوايي ډګر کې د بلې ترورستي حملې احتمال شته.

د وروستیو راپورونو له مخې، د پنجشنبې د ماښام په تروریستي برید کې، چې داعش ترهګرې ډلې یې مسوولیت ومانه، ۱۷۰ افغانان وژل شوي دي. ځینې نور راپورونه وژل شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۲۰۰ ښيي. لا هم د ډېرو کسانو مرګ – ژوندی معلوم نه دی.

بایډن د جمعې په ورځ سهار، مخکې تر دې چې د اسراییل له صدراعظم نافتالي بینیت سره د سپینې ماڼۍ په اوفیل سالون کې وویني، د خپل ملي امنیت له ډلې سره ولیدل چې د افغانستان په اړه استخباراتي او دیپلوماتیک معلومات واوري.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ريیس جین ساکي وویل، تر دې مخکې د پوځ قوماندانانو په یوه غونډه کې ولسمشر بایډن او مرستیال ولسمشرې ته سپارښتنه وکړه چې په کابل کې د بلې تروریستي حملې احتمال شته، خو دوی د خپلو ځواکونو د ساتنې لپاره اقدامات کوي.

 پسکي وویل«ولسمشر له قوماندانانو سره په کتنه کې هغوی ته صلاحیت ورکړ چې عملیات کولی شي او ټول امکانات چې دوی ورته اړتیا لري، ورکول کېږي.»

له بلې خوا د امریکا استخباراتي سرچینې وايي چې طالبانو د افغانستان د محبسونو د خلاصولو په ترڅ کې د داعش سلګونه غړي خوشي کړي چې له کبله یې د دې ډلې د حملو توان زیات شوی دی.

داعش په عراق او سوریه کې په ۲۰۱۴ م کال جوړه شوه خو په افغانستان کې یې لومړی ځل د ۲۰۱۵ په جنورۍ کې سر راپورته کړ، دا هغه وخت و چې دې ډلې په عراق او سوریه کې پراخې سیمې تر کنټرول لاندې لرلې.

د ملګروملتو د یوه راپور له مخې، د داعش خراسان څانګه د ۵۰۰ او ۱۲۰۰ تنو ترمنځ وسله وال لري خو ځینې متخصصان اټکل کوي چې په راتلونکو کلونو کې به د دې ډلې د وسله والو شمېر ۱۰ زرو ته زیات شي ځکه چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له کبله به تشه رامنځته شي.

له ۲۰۲۰ را په دې خوا، چې افغان او امریکايي ځواکونو د دې ډلې مشران ووژل یا ونیول، شهاب المهاجر یې مشري کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب