جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهازبکستان ته د افغانستان لسګونه نظامي الوتکې لېږدول شوي

ازبکستان ته د افغانستان لسګونه نظامي الوتکې لېږدول شوي

تاند(جمعه، سنبلې ٥)- د امریکا يو څېړنيز مرکز وايي، د افغانستان د هوايي ځواک لسګونه الوتکې ازبکستان ته لېږدول شوي دي.

د امریکا د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز پرون راپور ورکړی چې تېره اوونۍ د افغانستان د هوايي ځواک څه باندې ۴۵ الوتکې له دې هېواده ایستل شوي څو طالبان لاسرسی ورته ونه لري.

دغه مرکز د سپوږمکیو د تصويرونو په استناد راپور ورکړی چې د افغانستان د هوایي پوځ دا الوتکې د ازبکستان د ترمز د نړیوال هوایي ډګر په تارماک تمځای کې لیدل شوي دي.

د سپوږمکۍ دا تصويرونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپاړسمه اخیستل شوي دي.

ياد مرکز د راپور پر اساس هغه الوتکې چې په دې تصويرونو کې لیدل کیږي، اې ۲۰۹ سوپر ټوکانو، ام ای ۲۵ او یو ام ۶۰ چورلکې دي.

خو اسوشیټد پرس خبري آژانس وايي، چې دا الوتکې ښايي د ازبکستان له سرحد څخه تر تېرېدو وروسته د ترمز په هوایي ډګر کې کیناستو ته مجبورې شوې وي.

بل خوا د ځينو راپورونو پر اساس، دې الوتکو هغه سرتیري لېږدولي، چې د پناه اخیستو په لټه کې وو.

بلخوا د افغانستان د پخواني حکومت ځينو چارواکو تائید کړې چې د اګست په ۱۵ د طالبانو لاس ته د کابل تر لوېدو مخکې، د هوايی پوځ لږترلږه ٨ چورلکې پنجشیر ولایت ته ل ېږدول شوي دي.​

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب