دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد کابل هوایي ډګر: پر ملکي وګړو شوي برید کې د مړو...

د کابل هوایي ډګر: پر ملکي وګړو شوي برید کې د مړو شمېر ۹۰ ته پورته شو

تاند(جمعه، د سنبلې ۵) د کابل هوایي ډګر کې پر ملکي وګړو تېر مازدیګر ناوخته دوه پرلپسې چاودنې وشوې.

په یادو چاودنو کې د مرګ ژوبلې ارقام هر ساعت بدلون کوي.

تازه سي بي اېس په یوه راپور کې ویلي، چې د تېر مازیګر په چاودنو کې د مړو سمېر تر ۹۰ تنو پورته شو او د ټپیانو شمېر ۱۵۰ ورسېده.

سرچینه دغه راز د جنرال کنت مک کنزي له قوله ویلي، چې په دې چاودنو کې ۱۲ امریکایي سرتېري هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دۍ.

د دې چاودنو مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

بل لورته طالبانو په ټینګار سره یو وار بیا ویلي، چې د هوایي ډګر په کنترول او بهر ته د تلونکو کسانو په مدیریت کې امریکا په بشپړه توګه ناکامه شوې او لویه ګډوډي یې جوړه کړې ده.

طالبان وایي د هوایي ډګر دننه ځینې چاودنې خپله امریکایانو کړې، چې خپلې ځینې وسلې یې پرې له منځه وړې دي تر څو له استفادې ولویږي.

دې چاودنو په کور دننه او د باندې افغانان سخت دردولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب