سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهنبي او ګربز د کابل په هوایي ډګر کې پر ملکي وګړو...

نبي او ګربز د کابل په هوایي ډګر کې پر ملکي وګړو په ترسره شویو چاودنو غبرګون ښودلی

دا برید تېر مازیګر مهال وشو او پکې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

محمد نبي عیسی خېل پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي:《 لویه خدایه! یا رحمان یا رحیمه! دې ملت د دردونو انتهاوې هم په خپلو دردېدلو سترگو ولیدې او د ژوند ټولې ترخې او ستر مصیبتونه هم تجربه کړل.》

نبي د دعا په ډول زیاته کړې، چې نور دې دا غمځپلی، دردېدلی، بېچاره او بې ځواکه هېوادوال له افتونو او مصیبتونو څخه وساتل شي.

دغه راز د ملي لوبډلې بل لوبغاړي رحمن الله ګربز هم د یاد برید په اړه په خپل غبرګون کې د کابل هوایي ډگر کې خونړی برید لوی ظلم او خیانت بللی.

نوموړي زیاته کړې: 《 له زړه یې ودردولم او ښه سخت یې ودردولم!. خدای تعالی دې ددې ستر وحشت عاملین پخپل غضب گرفتار کړي. یا لویه خدایه! ډیر وغمېدو! ډیر وکړیدو! نور مونږ هم د لږ آرام او سوکاله ژوند حقدار وگڼه! آمین》.

د یادونې ده چې د کابل پر هوایي ډګر د تیر ماښام دوو چاودنو له امله د وژل شویو شمیر تر ۹۰ تنو اوښتی او د وروستیو معلوماتو له مخې تر ۳۰۰ نور ډیر پکې ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کې د۱۳ تنه یوازې امریکایي سرتیري دي.

د یاد برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب