دوشنبه, مې 20, 2024
Home+خوارزم شاهان / شهسوار سنګروال

خوارزم شاهان / شهسوار سنګروال

۲۲ برخه
(ماوراء النهر – پا رس – افغانستان)
په اريانا دايرة المعارف کې د خوارزم شاهانو موسس «قطب الدين محمد په ګوته شوی دی چې له ده څخه وروسته د ده زوی «اتسز» پاچاهۍ ته ورسېد.»( )
البېروني بيادخوارزم شاهانولومړی موسس کيخسروګڼلی دی .الماني نامتوتاريخپوه مارکوارت، چې د ختيځو هېوادونو د تاريخ او جغرافې استاد،ګڼل شوی دی ويلي دي چې خوارزم د «ايريانم ويجو» د استوګنې اصلي ټاټوبی دی. هغه په دې مانا، پخوا تر دې چې اريايان باختر ته را کډه شي.
د خوارزم نوم يو لرغونی پخوانی نوم دی چې ان په اوستان کې يادونه شوې ده او د خواريزم XVARIZEM نوم ترې تر سترګو کېږي.
له دې سربېره د «هوارزميش»، خوارزم، خوارزمګان، خوارزمي او خوارزم شاهي په نومونو په بېلابېلو متونو کې ليدل کېږي.
د تاريخ په اوږدو کې د خوارزم سيمه کله د يوې وړې سيمې او کله د يوې پراخې جغرافيې درلودونکې سيمه وه.
د اسلام د سپېڅلي دين د خپرېدو په مهال، دغې سيمې د يوه محلي حکومت بڼه درلوده، چې د «عراق» په نوم يادېده او د دغه پېر وروستی حکمران ابو عبدالله وه، چې د نسبت شجره يې تر «عراق» پورې رسېږي. يانې ابوعبدالله محمد د احمد زوی د محمد لمسی او د عراق کړوسی ګڼل شوی دی.
دغې سيمې تر يو مهاله سيمه ييزه واکمني ساتلې وه او بيا د عربو د پرلپسې بريدونو له کبله د «حجاج» په زمانه کې د «۸۶ هـ» کال په شاوخوا کې د «قتيبه» لخوا ونيول شوه.
د «عراق» له کورنۍ وروسته د خوارزم واک يوې بلې کورنۍ ته ولېږدېد، چې دغه کورنۍ د «مامونيانو» په نوم يادېده. چې د دغې کورنۍ بنسټګر د محمد خوارزمشاه زوی ابو علي مامون وه.
نوموړي سيمه ييزه واکمني خوندي کړې وه خو د سامانيانو ملاتړ ورسره وه.چې په پای کې په ۹۹۶ زيږديزکال ومړ.
په هر حال سلطان علاوالدين تکش، علاوالدين محمد او سلطان جلال الدين خوارزمشاه د دې لړۍ مهم پاچاهان ول.
سلطان علاوالدين تکش له ۱۱۹۲ ز کال نه تر ۱۱۹۹ ز کال پورې حکومت وکړ او د ايران ډېرې برخې ونيولې او سلجوقيانو ته يې نه يوازې ماته ورکړه، بلې د هغو د ځواک لاندې ټوله خاوره يې د خوارزم شاهانو په واک کې راوستله.
د علاوالدين تکش نه وروسته زوی يې سلطان علاوالدين محمد يو اوښيار او پياوړی پاچا وه، چې د مينځنۍ اسيا هېوادونه او شاوخوا سيمې يې تر ولکې لاندې وې.
نوموړي شل کاله (۱۱۹۹ – ۱۲۱۹ ز) حکومت وکړ او د همدغو کلونو په موده کې د افغانستان غوريان، د سمرقند ترکي واکمنان او د کاسغرستان (کاشغر) فراختان يې يو د بل پسې له مينځه يووړل او د يوه پياوړي مرکزي حکومت بنسټ يې کېښود.
د سلطان محمد خوارزمشاه د ټولواکمنۍ پراختيا له سيحون نه نيولې تر عراق او د يورال له غرونو او سيندونو را واخله د عرب تر سمندرګي پورې رسېده او غوښتل يې چې له ماوراءالنهر نه تر بين النهرين پورې ځمکه لاندې کړي او د بغداد د خليفه ځای ناستی شي.
همدا لامل وه، چې سلطان محمد خوارزمشاه په افغانستان ماوراءالنهر او ايران کې خطبه پخپل نوم کړه او وېپتېيله چې په بغداد بريد وکړي، خو د ډېرې يخنۍ له کبله د ايران له همدان نه بېرته را ستون شو.
منهاج الدين د تاج الدين عماد الملک له قوله کښلي دي چې سلطان محمد خوارزم پرېکړه کړې وه چې د چين هېواد هم لاندې کړي.
سلطان يو شمېر کسانو ته دنده وسپارله چې د چنګېز د حکومت په اړه معلومات ترلاسه کړي. د دې تر شا دواړو لورو په سر کې چنګېز،د دې هېله درلوده چې له ماوراءالنهر سره سوداګريزې اړيکې ټينګې کړي خو تر دغه دمه يې د دې هيله نه درلوده چې ماوراءالنهر ونيسي.
کله چې د سلطان علاوالدين محمد خوارزم يوه ډله سوداګر چې ښکلې زړه راښکونکې جامې يې په تن وې چين ته واستول او بيا چنګېز خپل استازی محمود يلواج د خوارزم دربار ته ولېږه او پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو ترمينځ سوداګريزې اړيکې ټينګې شي.
په همدې تړاو له سرو او سپينو زرو بار يو کاروان چې د سوداګرو شمېر يې د څلور سوو تنو په شاوخوا کې وه د خوارزم شاه هېواد ته واستول، چې نه يوازې د دوی دغه شته د سلطان محمد خوارزم د يوه سيمه ييز حکمران لخوا لوټ شول بلکې سوداګر يې هم ور ووژل.
چنګېز په دې کار ډېر خواشينی شو او بيا يې يو استازی د سلطان محمد خوارزم دربار ته واستوو چې د دې پېښې لامل وڅېړي او هم سيمه ييز واکمن «غاير خان» ور وسپاري.
د سلطان محمد خوارزمشاه په خيال کې، چې د لوی سکندر د ټولواکمنۍ خوب ليدل کېده، په ډېرې بې باکۍ يې د چنګېز استازی په دار وځړوه.
چنګېز خان له ډېرې غوسې نه يو خونړی پوځ چې په دې کې د مغلو او ترکانو بېلابېلو قبيلو چې مسلمانان او بودايان پکې ول برخه درلوده، د ماوراءالنهر لور ته را روان کړ.
سلطان محمد خوارزم شاه له نيشاپور نه سمرقند ته او له بخارا نه د سيحون په لور وخوځېد خو د چنګېز په وړاندې ټينګ نشو.
محمد خوارزمشاه په داسې حال کې چې څلور سوه زره (۴ لکه) پياوړی پوځ درلود د ماوراءالنهر پلازمېنې خوارزم ته احوال واستوه چې خپله شاهي کورنۍ ايران ته ولېږي.
پوخي سلاکارانو او درباريانو په سر کې د ده پياوړي زوی جلال الدين خوارزم وړانديز وکړ چې بايد ځای پر ځای د چنګېزد لښکر مخه ډب شي، ولې سلطان محمد پرته له کوم دليل نه د خپل زوی دغه خبره هم و نه منله، چې که اوردو ورته تسليم کړي د افغانستان په شمالي سيمو کې به د مغلو او ترکانو د بريد مخه ونيسي. خو سلطان ځان نيشاپور ته ورسوه له هغه ځايه «ری» ته لاړ. او په پای کې نوموړي د «ابسکون» جزيرې ته پناه يووړه.
له هغه ځايه «قزوين» ته لاړ او په ۱۲۲۰ ز کال ومړ.
سلطان جلال الدين چې د پلار له مړينې وروسته مسئوليت په خپله غاړه واخست، نو بيا يې د افغانستان د وګړو باور خپل کړ، چې په پايله کې د چنګېز لښکرو ته په، پروان کې په (۱۲۲۱) کال سخته ماته ورکړه. له دغې جګړې نه وروسته «جلال الدين په غزني کې د يوې اردو د جوړولو تکل وکړ او هم يې د هېواد په شمالي سيمو کې وګړي بيا يوه پاڅون ته وهڅول.»( )
چنګېز چې د افغانانو مقاومت وليد، نو بيا يې په ډېرې بې رحمۍ نيولي ښارونه ړنګ کړل او وګړي يې ووژل. نوموړي چې باميان له خاورو سره خاورې کړ، نو بيا د سلطان جلال الدين په لټه کې شو.
د غزني اردو د خپل مينځي اخ و ډب له کبله د چنګېز بريد ته لاره اواره کړه او جلال الدين د هېواد ختيځو سيمو ته مخه کړه، خو چنګېز د سيند تر سينده پورې ورپسې وه».
په هغه جګړه کې چې د سيند د اوبو په غاړه يې وکړه مات شو او ځان يې اوبو ته واچوه. د ملتان او کرمان له لارې پارس ته لاړ.»( )
له هغه نه وروسته جلال الدين خوارزم شاه د ايران په پارس کې د يوه سيمه ييز حکومت بنسټ کېښود، په پای کې د «مغلو خونړی سيلاب د افغانستان، ټول ماورءالنهر او فارس ونيول او د خوارزمشاهانو واک يې بېخي له پښو څخه وغورځوه.»( )  ( نوربیا )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب