سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهامریکا د کابل د حملو د غچ اخیستلو لپاره ۴ بي ایم...

امریکا د کابل د حملو د غچ اخیستلو لپاره ۴ بي ایم ۵۲ الوتکې سیمې ته استولي

تاند (د روسیې د پوځي استخباراتو پر اساس، د امریکل څلور بي ۵۲ الوتکې د افغانستان لور ته الوتي او احتمالاً د کابل د پرونیو انتحاري بریدونو په ځواب کې پر ترهګرو بریدونه کوي.

د امریکا حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي. خو ولسمشر جو بایډن پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل د دغو بریدونو انتقام به واخلي «چا چې دا بریدونه کړي او هر هغه څوک چې امریکا ته زیان رسوي، موږ به‌ یې ونه ‌بخښو او موږ به ‌یې هېر نه‌ کړو. موږ به تاسو ومومو او په قوت به حساب درسره وکړو. زه به په هر ګام کې د خپلو خلکو او ګټو دفاع وکړم. »

بایډن هغه امریکایي سرتېري چې په پرونۍ پېښه کې وژل شوي د اتلانو په توګه یاد کړل او ویې‌ویل چې دوی په یوه خطرناک مأموریت کې د نورو د ژغورلو لپاره ځان قرباني کړ.

د پوځي متخصصانو او سیاسي شنونکو په وینا امریکا ښايي نه یوازې د افغانستان په خاوره کې بلکې په عراق او سوریه کې هم بریدونه وکړي.

پوځي ماهران وايي چې امریکا به د اسلامي دولت یا داعش مورچې بمباري کړي.

روېـټرز اژانس ته بیا د طالبانو یو چارواکی وايي چې په وژل شویو کې د طالبانو لږ تر لږه ۲۸ کسان هم شامل دي. د دغه طالب چارواکي نوم نه‌دی یاد شوی، خو په حواله‌یې زیاته شوې: «موږ تر امریکایانو ډېر خلک له لاسه ورکړل.»

د داعش خراسان څانګې په یوه بیان کې وویل چې یوه انتحاري بریدګر یې افغان ژباړونکي او د امریکا د پوځ همکاران په نښه کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب