سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهاردغان وايي، ترک چارواکو په کابل کې له طالبانو سره ۳ ساعته...

اردغان وايي، ترک چارواکو په کابل کې له طالبانو سره ۳ ساعته خبرې کړي

تاند(جمعه، د سنبلې ۴) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ترکیې په کابل کې په خپل سفارت کې له طالبانو سره درې ساعته خبرې کړي دي.

اردوغان وايي، طالبانو د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه یو لړ وړاندیزونه کړي او ویلي یې دي چې دوی د هوايي ډګر امنیت ساتي خو تخنیکي چارې دې ترکان پرمخ یوسي.

اردوغان وویل چې ترکیې تراوسه پورې د طالبانو د وړاندیزونو په باب پرېکړه نه ده کړې.

خو د ترکیې حریت ورځپاڼې لیکلي چې د دغه هیواد چارواکو د کابل د نړیوال هوايي ډګر د تخنیکي چارو د اداره کولو لپاره ځینې شرطونه ایښي دي.

حریت لیکلي، ترک چارواکي په دې ټینګار کوي چې طالبان په یوازې توګه د کابل د هوايی ډګر امنیت نه شي ساتلی نو یو ځانګړی ځواک دې جوړ شي.

مخکې په پام کې وه چې د ترکیې یو شمېر پوځیان د کابل په هوايي ډګر کې پاتې شي خو کابل ته د طالبانو له ناببره ننوتو سره د دې ښار وضعیت یومخ بدل شو او طالبانو د ترک پوځیانو د حضور له دوام سره مخالفت وکړ.

د ترکیې ولسمشر د کابل د هوايي ډګر پرونۍ حملې وغندلې، ویې ویل، له افغانستانه د ترکیې د وسله والو ځواکونو د وتلو بهیر دوام لري.

اردوغان په خپل هیواد کې د ثبت شویو افغان کډوالو شمېر ۳ لکه تنه وښود.

1 COMMENT

  1. هيڅکله بايد طاليبان ددغه عثماني دجال خبره ونه مني. دغه نارکه مافيا مشر غواړي د امريکا په اروپا نورو هيواد د افغانستان هيروين وليږي. دغه خبيث د ترکستان جوړونکی به افغانستان کې نور جنايتونه هم تر سره کړي. ددغه مرتد سي له ځانه يې مسلمان جوړ کړی طاليب بايد ددغه ابليس غوښتنو ته غاړه ټيټه نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب