تاند (جمعه، د سنبلې ۵) د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مسوولانو هغه خبرونه رد کړل، چې ګواکې د کمال خان بند اړبه خوشې کړای شوي دي.
یادې ادارې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، په وروستيو څو ورځو کې په خواله رسنیو کې د کمال خان بند د اوبو د خوشې کېدو په اړه اوازې خپرېږي چې دا دروغ دي.
سرچینه وایي، چې په یاد بند کې د وچکالۍ له امله اوبه کمې شوي او هیله مندي شته چې د بارانونو له ورښت سره به دا ستونزه هم حل شي.
د سرچینې په حواله: 《افغانستان سږ کال د وچکالۍ سره مخ دی، د باران او واورې د ارقامو په تحليل سره د هلمند سينديزه حوزه زياتې وچکالۍ سره مخ وه، چې د د تيرو څو کلونو په اوسط سره ۸۵ سلنه د باران وريدنې کمبود ليدل کيږي.》
د یادونې ده چې یاد بند د تېر حمل میاشتې په ۴ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ له ۷۰۰ کلن ځنډ او انتظار وروسته پخواني ولسمشر اشرف غني رسما پرانیست.
کمال خان بند د نیمروز ولایت په چهار بورجک ولسوالۍ کې جوړ شوی دی.
کمال خان بند د ۵۲ میلیون مکعب متر اوبو د زېرمه کولو او د یولک او ۷۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي د کمال خان بند د ۹ مېګا واټه برېښنا تولید ظرفیت هم لري.