سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهبرېتانیا د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ویستلو لړۍ ودروله

برېتانیا د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ویستلو لړۍ ودروله

تاند (جمعه، د سنبلې ۵) د بریتانیا دفاع وزارت وایي، بریتانوي ځواکونه د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو د بهیر وروستي پړاو ته داخل شوي او د اسانتیاوو پروسه بنده شوې ده.

د بریټانیا دفاع وزارت ویلي، چې اوس د بریټانوي وګړو او نورو چې کارونه‌ یې بشپړ شوي او په هوایي ډګر کې دننه دي، پر ایستلو هڅې متمرکزې دي.

بریټانوي چارواکو دغه راز ویلي، چې نور خلک به هوایي ډګر ته د ایستلو لپاره ور ونه غواړي.

برېتانیا وروسته له هغې دا پرېکړه کوي، چې تېر مازیګر د کابل هوایي ډګر کې پر عامو افغانانو دوه غبرګې چاودنې وشوې.

د وروستیو معلوماتو له مخې په دې چاودنو کې ۹۰ تنه ووژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان شول.

په دې چاودنو کې ۱۲ امریکایي سرتیري هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د یادو چاودنو مسوولیت داعش په غاړه اخیستی دی.

تر اوسه بریټانیا له ۱۳ زره او ۷۰۰ زیات بریتانوي وګړي او نور افغانان د کابل له هوایي ډګره ایستلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب