سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Home+په افغانستان کي د امریکا د اشغالګر پوځ وروستۍ ورځي

په افغانستان کي د امریکا د اشغالګر پوځ وروستۍ ورځي

   عبدالباري جهاني

د اګسټ پر څوارلسمه طالبان، په یوولسو ورځو کي، د افغانستان د لویو ښارونو د نیولو څخه وروسته، د کابل دروازو ته ورسېدل. طالبان وايی چي دوی غوښتل په همدغو ځایونو کي پاته سي او د کابل له مقاماتو سره د یوه نوي حکومت پر جوړولو باندي خبري وکړي. خبره چي هر ډول وي هغسي به وي؛ خو پخوانی جمهورریس اشرف غني، یو ناڅاپه وتښتېدی او له ده څخه مخکي یا وروسته داخله وزیر، د دفاع وزیر، د امنیت رییس او ټول امنیتی مقامات تښتېدلي ول. د افغانانو او نړۍ د انتظار په خلاف، طالبان کابل ته ننوتل او ډېر ژر یې ارګ او د ښار ټولي حساسي سیمي ونیولې.

د اګسټ پر شپږویشتمه، د کابل د بین المللي هوايي ډګر له جنوبي دروازې سره، دوې ځانمرګي حملې وسوې. دیارلس امریکايی عسکر پکښی ووژل سول او اته لس نور یې ټپیان سول. د افغانستان د روغتیا د وزارت د مقاماتو د رپوټ په اساس څه باندي ۹۰ تنه افغانان ووژل سول او څه باندي ۱۵۰ تنه زخمیان سول. د امریکا جمهورریس جوبایډن ته خپلو استخباراتي ادارو، د دې ځانمرګو حملو د احتمال په باره کي، درې څلور ورځي مخکي، خبرداری ورکړی وو؛ داسي ښکاري چي د امریکا حکومت تیاری نه وو نیولی.

دې وروستی پیښي وښودل چي لوی او په خپل طاقت مغرور هیوادونه داسي اشتباهات کوي چي هم د خپلو عسکرو او هم د پردیو بېګناه ملکیانو ژوند، هسي بېځایه، په خطر کي واچوي. بېځایه ځکه وایو چي د دې وروستی غم لړلي پیښي مخه نیول کېدلای سوای.

جمهورریس بایډن، له دې پیښي څخه څو ساعته وروسته، په سپینه ماڼۍ کي، یوه خبري کنفرانس ته  وویل چي د وروستی پیښي بشپړ مسوولیت مني. بایډن ژمنه وکړه چي د دې قتل عام مرتکبین به پیدا کوي او وې ویل چي موږ به هغوی معاف نه کړو، موږ به دا پېښه هېره نه کړو او موږ به مرتکیبن، هر ځای چي وي، پیدا کړو.

جمهورریس بایډن باید هم د دې پیښي مسوولیت منلی وای؛ ځکه سره له هغه چي په خپلو خبرو کي یې له طالبانو سره د سولي د تړون کولو پړه پر پخواني جمهورریس ډانلډ ټرمپ باندي واچوله خو له افغانستان څخه د عسکرو او امریکایانو د را ایستلو د وروستي جریان او اقداماتو پړه پر ده باندي اچوله کیږي. جمهوري غوښتونکي سناتوران خو دونه په غوسه ول چي یوه تن سناتور جاش هالي وویل« دا اوس په زغرده ویلای سو چي بایډن نه د هیواد د رهبري کولو اراده او نه ظرفیت لري او باید استعفا وکړي»

سره له هغه چي افغانانو هیڅ وخت امریکا ته پر خپل هیواد باندي د ۲۰۰۱ کال د ظالمانه او وحشیانه یرغل او د خپل هیواد د شل کلن اشغال بلنه نه وه ورکړې؛ خو بایډن یو ځل بیا، د افغانانو او افغانستان په باب، خپله هغه پخوانۍ توهینوونکې خبره وکړه او وې ویل چي« زه هیڅ وخت په دې عقیده نه وم چي، په افغانستان کي د ډیموکراټیک حکومت د جوړولو لپاره، امریکایان قرباني سي. دا داسي یو هیواد دی چي په خپل ټول تاریخ کي یې هیڅ وخت اتحاد نه وو درلودلی او، زما مطلب د هغوی سپکول نه دي، له مختلفو قبایلو څخه جوړ سوی هیواد دی چي هیڅ وخت پر یوه لاره نه دي تللي او تل له یوه بل سره جنګېدلي دي »

که څه هم چي جوبایډن خو اوس وايی چي هیڅ وخت پر افغانستان باندي د امریکا د یرغل طرفدار نه وو خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د آګسټ د شپږویشتمي په ګڼه کي لیکلي دي چي جو بایډن په لومړي سر کي پر افغانستان او عراق باندي د یرغلونو ملاتړ کړی دی که څه هم چي وروسته یې وویل چي دا یوه اشتباه وه.

د زورور اوبه پر لوړه خیژي. بایډن ته څوک ووايی؟ چي د افغانستان په برخه کي د امریکایانو اشتباه او پرله پسې غلطۍ، څه نوې خبره نه ده. دا اشتباهات د څه باندي څلوېښتو کالو راهیسي، هغه وخت پیل سوي دي چي متحده ایالاتو او د هغوی ملګرو هیوادونو په پاکستان کي د مجاهدینو د اوو تنظیمونو مطلق ملاتړ پیل کړ. ټول وطن پالونکي منورین یې په لوی لاس له صحنې وایستل او څوک چي په پاکستان کي پاته ول هغه د دوی  تر ټولو نیژدې او باوري ملګري حکمتیار پرله پسې قتل کړل. ډاکټربهاءالدین مجروح، حکیم کټوازی، عبدالرحیم چینزایی، عزیزالرحمن الفت او… یو په یو له منځه یووړل او میدان یوازي قصابانو او د پاکستان جواسیسو ته، چي د امریکا او د هغه د متحدینو د ټولو مرستو د وېشلو مستقیم مسوولیت یې درلود، خالي پاته سو.

سره له هغه چي امریکا خپل مجاهدین د ۱۹۹۲ کال څخه تر ۹۴ کال پوري آزمېیلي او د هغوی ټول بشري جنایتونه او تباهی یې لیدلي او اورېدلي وې؛ یو ځل بیا یې په ۲۰۰۱ کال کي پر افغانستان باندي حاکم کړل. بیا یې هم د هغوی پر ټولو جنایتونو، اداري فساد، غلاوو او بې عدالتیو باندي سترګي پټولې او په شلو کلونو کي یې د هیڅ ډول تغییر راوستلو اراده ونه کړه. د افغانستان د اداري فساد د رسوايي کیسه بالاخره دې حد ته ورسېده چي پرون په کانګریس کي دوو جمهوري غوښتونکو له کانګریس څخه وغوښتل چي د هغو ۱۷۰ میلیونو ډالرو په باره کي تحقیقات وکړي چي ویل کیږي اشرف غني له کابل څخه د تښتېدلو په وخت کي ورسره وړي دي. البته دا هغه ډاکټر اشرف غني دی چي د ۲۰۱۵ کال د مارچ پر پنځه ویشتمه یې د متحده ایالاتو د کانګریس د دواړو جرګو مشترکي غونډي ته څه باندي یو ساعت وینا وکړه او د وینا په ترڅ کي یې زیات وکم څلوېښت ځله چکچکي ورته وسوې او پوره دوه ویشت ځله د کانګریس غړي، د ده په احترام، ورته ودرېدل او لاسونه یې ورته وپړکول. اوس یې نه یوازي اشرف غني بلکه د هغه ټول حکومت په فساد تورن کړی دی.

د همدغه اداري فساد نتیجه وه چي د افغانستان د زیات وکم پنځو سوو جنرالانو او سل هاوو ډګروالانو څخه یوه هم مقاومت ونه کړ او ټول لکه اوبه تبخیر سول. درې نیم سوه زره کسیز پوځ وتښتېد او د امریکا د شلو کالو خواری، د څه کم څلور نیم زرو پوځیانو ویني او دوه عشاریه درې ټریلیونه ډالر په اوبو لاهو سول. دا لا هم نه ده معلومه چي امریکا به نور څه ګلونه اوبو ته ورکوي. اوس خو ویل کیږي چي امریکا، د دې وروستی ټروریسټي حملې د کسات اخیستلو لپاره، سیمي ته بي ۵۲ الوتکي لېږلي دي. د دې وروستی حملې مسوولیت د داعش خراسان ډلي اخیستی دی او هغوی، د یوې ټروریسټي ډلي په حیث، د فعالیت کولو کوم ښکاره مرکز نه لري. دا الوتکي به پر کوم ځای بمباري کوي؟ د زورور اوبه پر لوړه خیژي. له امریکا به څوک پوښتنه وکړي؟

په زړه پوري خبره خو دا ده چي د امریکا سیاسي او استخباراتي ماهران وايی چي که امریکا په سیمه کي، د داعش پر ضد هر ډول عملیات کوي نو باید چي له طالبانو څخه د همکاری کولو غوښتنه وکړي؛ ځکه چي د داعش مشران تقریباً ټول هغه کسان دي چي چا یې، د شوروي اتحاد پر ضد، دجهاد په وخت کي او چا یې له هغه څخه وروسته له طالبانو سره همکاري درلودلې ده او د هغوی ټول یا ځیني مرکزونه طالبانو ته معلوم دي. که داسي وسي نو بیا به ګورو چي لوبه سرچپه سي. هغه طالبان به چي تر پرون پوري د امریکا دښمنان او ټروریسټان بلل کېدل تر دې وروسته به د داعش او القاعده په له منځه وړلو کي د امریکا نیژدې او باوري ملګري وي. دا به هم د تاریخ یوه بله تماشه وي.

4 COMMENTS

  1. A typical opportunist knocked numerous doors to become minister of culture while American was there. I do not know if its curse or bad luck that most Afghan intellectuals while getting old longing to become BaBA

  2. Lara Logan: U.S. Intel Agencies Want You To Think Afghanistan Is Too Complicated And This Isn’t The Outcome They Wanted | Video | RealClearPolitics
    Tucker Carlson Tonight on Instagram: “Lara Logan just blew our minds.”

  3. AFGHAN TALIBS ARE NOT TOO STRONG,BUT WAR WAS UNDER ORDER OF PAKISTANI GENRALS ISI.
    THOUSANDS OF PUNJABI CITIZENS PARTICIPATED IN WAR WITH AFGHAN FORCE,
    TALIBS CAN NOT BRING UNDER POWER HELMAND&KANDAHAR//BUT HONOR DOCTOR ASHRAFGHANI WANTED TO LEAVE AFGHANISTAN FOR TALIBS WITHOUT MORE BLEEDING..
    IN LAST 200 YEARS WE NEVER GOT DOCTOR Ashraf Ghani AND IN THE NEXT TOO.
    DOCTOR Ashraf Ghani DID MORE&MORE POSITIVE THING FOR AFGHANISTAN TIME WELL GIVE ANSWER
    RIGHT NOW TALIBS GET POWER BY HELP OF PAKISTAN&AMERICA(DOG KHALILZAAD)
    I WANT LONG, HEALTHY&HAPPY LIFE FOR GREAT DOCTOR Ashraf Ghani
    RAZMOHAMMED KAMAWALL

  4. تاسې ته نه ښايي چې هغه دعوې چې لا تر اوسه ثابتې شوې نه دي او یوازې د روسیې له لوري رسنیو سره شریکې شوې دي، هغه په خپله لیکنه کې داسې وځلوئ چې ګواکې دا رښتیا تر سره شوي او خپل استدلال ورباندې کوئ. تاسې دلته ټولې پېښې د یوه راپوره په شکل لوستونکو ته وړاندې کړي دي، خو د افغانستان د حکومت د سقوط باره کې مو داسې له مسخرو ډک انداز کارولی دی. که مو لیکنه لږ یو ځل بیا وګورئ نو د یوه بې طرفه لیکوال په بڼه تاسې خپل نظر نه دی وړاندې کړی، بلکې طرف مو ځان نیولی. که له تاسې ښاغلي څخه پوښتنه وشي، چې که جنګ شوی وای او د زیاتو وینو د توېدلو په نتیجه کې یو لوری او یا بل لوری پرځېدلی وای، نو په هغه وخت کې به د چا وینې بهېدلې؟ تاسې به همدلته ناست وای او ساندې به مو لیکلې او ځانمرګو ته به مو شعرونه لیکل.

    په خپله تحلیلي لیکنه کې به مو دې ته هم ځای ورکړی وای، چې که ولسمشر اشرف غني نه وای تللی یا ستاسې په اصطلاح نه وای تښتېدلی نو څه به شوي وای؟

    تاسې داسې انګېرلې ده چې په دې مذبذبه سیاست به یو ځل بیا د فرهنګ وزارت تر څوکۍ ځان ورسوئ. این خیال است و محال است و جنون!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب