سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهپاکستاني ځواکونو په تورخم کې لږترلږه ۳ افغانان وژلي

پاکستاني ځواکونو په تورخم کې لږترلږه ۳ افغانان وژلي

تاند(جمعه، د سنبلې ۴) پاکستاني ځواکونو په تورخم کې پر هغو افغانانو، چې پاکستان ته تلل ډزې کړي او لږترلږه ۳ تنه یې وژلي دي.

د ځینو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۶ تنه افغانان وژل شوي دي.

پاکستاني سرچینې وايي، افغانانو هڅه کوله چې پر تورخم دروازه واوړي خو پاکستاني ځواکونو یې د مخنیوي هڅه وکړه تر دې چې هغوی د وضعیت د کنټرولولو لپاره مجبوره شول پر افغانانو ډزې وکړي.

راپورونه وايي چې لږترلږه ۴ تنه نور افغانان سخت ټپیان شوي دي.

طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

په وروستیو ورځو کې، چې طالبانو په افغانستان کې ولکه ټینګه کړې، پاکستان ته د تلونکو افغانانو شمېر څو برابره شوی دی.

پر کابل ښار د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته نه یوازې د تورخم له لارې بلکې د سپین بولدک له لارې هم د تلونکو افغانانو شمېر څو ځلې زیات شوی دی. 

ډي پي اې خبري اژانس په چمن ښارګي کې د پاکستان د یوه سرحدي چارواکي په قول ویلي چې پخوا به د ورځې نژدې ۴ زره افغانان له دې لارې پاکستان ته تلل خو روانه اوونۍ له دې لارې د ورځې تر ۱۰ زره زیات افغانان پاکستان ته اوړي. 

دغه پاکستاني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، همداراز ویلي، وېره ده چې پاکستان ته د تلونکو افغانانو شمېر نور هم ډېر شي. 

ده دا هم ویلي چې د افغانستان غاړې ته د ماشومانو په شمول ډېر شمېر افغانان د خپلو کورنیو له غړیو سره انتظار دي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب