جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهولسمشرغني به په څو شېبو کې د کمال خان بند پرانيزي

ولسمشرغني به په څو شېبو کې د کمال خان بند پرانيزي

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۴) افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په یوه رسمي سفر د کمال خان بند پرانیستې لپاره نیمروز ولایت ته لاړ .

د رسنیو د راپورنو له مخې ولسمشر غني به په څو شېبو کې دا بند، چې د نیمروز په چاربورجک ولسوالۍ کې جوړ شوی پرانیزي.

د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک تاند وېب پاڼې سره په خبرو کې ویلي، په پام کې ده چې د کمال خان بند د ولسمشر په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په څو شېبو کې پرانېستل شي.

خپلواک زیاتوي دا بند به د وري په څلورمه نېټه نن د چهارشنبې په ورځ پرانیستل کېږي.

هغه وایي د دې بند په وسیله به د نیمروز دښتې زرغونې او لکونه هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.

د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي، کمال خان بند د ۵۲ میلیون مکعب متر اوبو د زېرمه کولو او د یولک او ۷۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

یاده اداره زیاتوي، دغه راز کمال خان بند د ۹ مېګا واټه برېښنا تولید ظرفیت هم لري.

1 COMMENT

  1. له ولسمشر څخه مننه چه دا تاریخی ویاړ یی خپل کړ الله دده دا کار په صدقه جاریه کی حساب کړی. ټولو افغانانو ته مبارک ویی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب