Homeخبرونهبصیره رسولي د فاطمه عزیز پرځای د ولسي جرګې وکیله شوه

بصیره رسولي د فاطمه عزیز پرځای د ولسي جرګې وکیله شوه

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۴) بصیره رسولي د فاطمه عزیز پرځای د ولسي جرګې وکیله وټاکل شوه.

ډاکټره فاطمه عزیز په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازې وه او څه موده وړاندې د ور پېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.

د کندز ولایت د ښځینه نوماندانو په لېست کې بصیره رسولي درېيم ځای درلود او له همدې امله یې د ټاکنو له کمېسیون نه وثیقه ترلاسه کړه او د ولسي جرګې غړې شوه.

فاطمه عزیز د خپلې مړینې پر مهال ۴۷ کلنه وه، هغې دوه دورې په ولسي جرګه کې د کندز ولایت د استازې په توګه دنده ترسره کړه.

مېرمن عزیز د نسايي ولادي ډاکترې په توګه هم ۱۲ کاله کار کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...