جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+هند له انګلستان نه لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ وګټله

هند له انګلستان نه لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ وګټله

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۴) د هند او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د هند په کوربتوب د ۳ یو ورځنیو سیالیو لړۍ پيل شوه.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې هند د ۶۶ منډو په توپير انګلستان ته ستره ماتې ورکړه.

هند لومړی توپ وهنه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو يې په پوره ۵۰ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۳۱۸ منډو هدف ورکړ.

روهیت شرما ۲۸، لوبډلمشر ویراټ کوهلي ۵۶، کېل راهول ۶۲، پنډیا ۵۸ او شکر دوان د دوه شپږیزو او یوولس څلوریزو پر مټ په ۱۰۶ توپونو باندې ۹۸ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

انګلستان لپاره مارک ووډ دوه او بین سټوکس درې لوبغاړي وسوځول.

انګلستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۲۵۱ منډې جوړې کړې او د ۶۶ منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.

د انګلستان لپاره که څه هم جونی بریسټو ۹۴ منډې وکړې خو بیا یې هم لوبډله بریالۍ نه شوه کړای.

هند لپاره کمار ۲ ، کرونال پنډیا ۱، شاردال ټاکور ۳ او کرشنا ۴ انګلستاني لوبغاړي وسوځول.

د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه لوبه د روانې مارچ میاشتې په ۲۶ مه او وروستۍ لوبه یې بیا د همدې میاشتې په ۲۸ نېټه ترسره کېږي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هند له انګلینډ نه د شل اوریزه لوبو لړۍ هم ګټلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب