تاند(چهارشنبه، د حوت ۴) د بریتانیا په کریستي لیلام کې یو انځو پرون (سې شنبه) په ۱۶ ملیونه او ۸ لکه پونډه (۲۳ ملیونه او ۲ لکه ډالر) وپلورل شو.
دا تور و سپین انځور، چې انځورګر یې نه دی څرګند، «د لوبې بدلوونکی» نومېږي او لومړی ځل په مې میاشت کې د کورونا وایرس د لومړۍ څپې په مهال د ساوت همپټن ښار د یوه روغتون پر دېوال ولیدل شو.
ویل کېږي چې دا انځور له کورونا وبا سره د مبارزې لپاره د طبي کارکوونکو د هلوځلو د ستاینې لپاره کښل شوی دی.
کریستي لیلام، چې دا اثر پکې وپلورل شو، ویلي چې د دې انځور د پلورلو له درکه ترلاسه شوې پیسې به د بریتانیا د د عامې روغتیا په چارو ولګول شي.
انځور د یوه ماشوم هلک دی چې د یوې نرسې له ماسک لرونکې ګوډۍ سره لوبه کوي.
په مې میاشت کې، کله چې دا انځور وکښل شو، د روغتون مسوولانو وویل چې څښتن یې د روغتون کارکوونکو ته یو یادښت پرې ایښی او په هغه کې یې لیکلي«ستاسو د ټولو هڅو مننه. هیله لرم چې دا انځور به تاسو ته د یو څه خوشالۍ سبب شي، که څه هم تور و سپین دی.»
کریستي لیلام وايي چې د دې انځور لپاره دا بیه یعني ۱۶ ملیونه او ۸ لکه پونډه یو ریکارډ دی.