جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهله ۷۰۰ کلن ځنډ وروسته ولسمشرغني د کمال خان بند پرانیسته

له ۷۰۰ کلن ځنډ وروسته ولسمشرغني د کمال خان بند پرانیسته

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۴) له ۷۰۰ کلن ځنډ او انتظار وروسته ولسمشر اشرف غني رسما د کمال خان د اوبو بند پرانیسته وکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په یوه رسمي سفر د کمال خان بند پرانیستې لپاره نیمروز ولایت ته تللی.

ولسمشر په کمال خان بند کې د هغو سرتېرو پر قبرونو هم د ګلانو ګېډۍ کېښوده، چې د دغه بند په ساتنه کې یې ځانونه له لاسه ورکړي.

کمال خان بند د نیمروز ولایت په چهاربورجک ولسوالۍ کې جوړ شوی دی.

د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي د دې بند په پرانیستل کېدو سره به د نیمروز دښتې زرغونې او لکونه هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.

ولسمشرغني به په څو شېبو کې د کمال خان بند پرانيزي

سرچینه زیاتوي کمال خان بند د ۵۲ میلیون مکعب متر اوبو د زېرمه کولو او د یولک او ۷۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

یاده اداره زیاتوي، دغه راز کمال خان بند د ۹ مېګا واټه برېښنا تولید ظرفیت هم لري.

د اوبو د تنظیم ملي اداره دغه راز زیاتوي، کمال خان بند چې له اقتصادي پلوه ځانګړی اهمیت لري په شمول به یې څه ناڅه يو نيم سل مهمې او سترې ملي او لویې پروژې نورې هم پرانېستل شي.

عام افغانان هم د دې بند په پرانیستل کېدو خوښ دي او دا د خوښئ زېری بولي.

ګڼو افغانانو په خپلو فېسبوک پاڼو د دې بند دپانیستې مبارکې لیکلې او دا یې د هېواد د پرمختګ لپاره زېری بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب