شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeداسې هم شتهداسې هوټل چې د ډوډۍ خوراک په کې د نومتو شخصیتونو له...

داسې هوټل چې د ډوډۍ خوراک په کې د نومتو شخصیتونو له مجسمو سره کولای شئ

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۴ ) راپورونه وایي، د امریکا نیویارک په بروکلن کې یو هوټل د پیټر اسټیک هاوس په نامه دی چې پکې په یو ځل څو مشخص کسان کیناستلی شي او ډېرو کسانو ته په کې د ناستي اجازه نه ورکول کیږي.

راپورونه زیاتوي چې دې هوټل کې په دې موخه د مشهورو خلکو مجسمې برابرې شوي چې د کرونا وبا مخنیوي لپاره پکې د فاصلې مراعت وشي.

د راپورونو له مخې د کرونا وبا سره د مبارزې په موخه یې یاد هوټل کې د مشهورو خلکو مجسمې جوړې کړي څو خلک د تشې احساس ونه کړي او ونه وایي چې ګواکې ډوډئ ته یواځې ناست دی.

د دغه هوټل د څښلو په ځای کې د جان هیم مجسمه جوړه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د دې سربیره د مایکل اسټراهن، جمي فیلن ، ایل روکر او اوډری هیپبرن مجسمې هم په مختلفو ځایونو کې جوړې شوي دي.

د تېرې فبروري میاشتې په ۲۱مه نیټه دغه مجسمې دلته راوړل شوي دي.

د هوټل کارمندان وایي، مخکې به دلته ۱۰۰ کسان ځاییدل چې په یو ځل دې کیني او خواړه دي وخوري خو اوس دغه شمیر ۲۵ تنو او په کوښښونو تر ۳۵ پورته شوی دی.

د معلوناتو له مخې، دغه مجسمې به د څه وخت لپاره دلته وي کله چې د کرونا خبره عادي شوه بیرته به هوټل خپل لومړي حالت ته ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب