شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهتکل: افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره مهم پلانونه لري چې یو...

تکل: افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره مهم پلانونه لري چې یو بل پسې به عملي کیږي

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۴ ) افغان حکومت وایي، افغانستان په ډېرو برخو کې د اوبو د مدیریت لپاره خورا مهم او رغنده پلانونه لري چې یو بل پسې به بشپړیږي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رئیس خان محمد تکل نن د کمال خان بند د پرانیستې مراسمو کې وویل چې دوی په خپلو پلانونو کې بریالي روان دي او ډېر ژر به هغه پروژې هم بشپړې شي چې تر کار لاندې دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې ګاونډي هېوادونه دې د افغانستان د اوبو د مدیریت له مسئلې وېره نه لري.

د اوبو د تنظیم ملي ادارې رئیس وویل چې افغان حکومت د اوبو د مدیریت له لارې غواړي افغانستان ته زرغونتیا او پرمختګ را وګرځوي.

د هغه په وینا، ځینې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د اوبو له مدیریت وېره لري چې دا وېره یې بې ځایه ده او افغانستان حق لري له خپلو طبیعي منابعو استفاده وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ۷۰۰ کاله وروسته نن د کمال خان بند یو ځل بیا د افغان حکومت په هڅو د ولسمشر اشرف غني په شتون کې رسمآ پرانیستل شو.

کمال خان بند د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالي کې جوړ شوی چې د زرګونه هکتاره ځمکې خړوبولو ته به زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب