دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهبایډن: د اګست تر پایه به د امریکایانو د اېستلو ماموریت بشپړ...

بایډن: د اګست تر پایه به د امریکایانو د اېستلو ماموریت بشپړ کړو

تاند (دوشنبه د سنبلې ۱) د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن وایي تمه لري چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه وکړی شي ټول امریکايي وګړي له افغانستانه وباسي.

بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له افغانستانه د افغان کډوالو او دغه راز امریکايي وګړو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده او هڅه کوي دوی ژر تر ژره له دغه هېواده وباسي.

دده په خبره هڅه کوي د روانې اګسټ میاشتې تر پایه دغه ماموریت بشپړ کړي.

جو بایډن تر هغه وروسته دا څرګندونې وکړې چې طالبانو پر امریکا نیوکه وکړه، چې له پراخو امکاناتو سره سره د کابل په هوایي ډګر کې د نظم پر راوستلو نه دي بریالي شوي او ټینګار یې وکړ که دا پروسه همداسې دوام وکړي دوی به په خپله لاس په کار شي.

بلخوا ځينې امریکایي چارواکي بیا وایي چې له افغانستان څخه د دومره وګړو ایستل ښایي ډېر وخت ونیسي.

د یادونې ده چې امریکا دمګړۍ د نظامي الوتکو تر څنګ له خپلو ملکي او تجارتي الوتکو هم غوښتي چې په افغانستان کې د ماموریت په بشپړولو کې همکاري ورسره وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب