دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کابل په هوايي ډګر کې ۷ تنه نور په ګڼه ګوڼه...

د کابل په هوايي ډګر کې ۷ تنه نور په ګڼه ګوڼه کې مړه شول

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱) د بریتانیا پوځ وايي، د یکشنبې په ورځ د کابل د هوایي ډګر په خوله کې د بیروبار له کبله لږترلږه ۷ تنه افغانان مړه شوي دي.

سره له دې چې امریکا او جرمني د کابل د هوايي ډګر په خوله کې د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی، بیا هم هوايي ډګر ته د لسګونو زرو خلکو د تګ له امله بیروبار کم شوی نه دی.

د بریتانیا پوځ پرون / یکشنبه تایید کړه چې لږترلږه ۷ تنه په هوايي ډګر کې مړه شوي. د دوی په وینا دا کسان وروسته له دې یا تر پښو لاندې شول یا یې ساوې ډوبې شوې چې طالبانو د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره هوايي ډزې وکړې.

تر دې وړاندې په تېره یوه اوونۍ کې د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې په ډزو او ګڼه ګوڼه کې لږترلږه د ۱۲ تنو د مړینې خبرونه خپاره شوي وو.

د امریکا پوځ، چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر په پوځي برخه کې ځای پر ځای دی، امریکایانو ته ویلي چې تر هغو هوايي ډګر ته ورنه شي چې دوی ورته لارښوونه نه وي کړې.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سیلفان سي این این تلویزیون ته ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکا د پوځ په الوتکو کې ۳۴۰۰ تنه وړل شوي. د شنبې په ورځ ۱۶۰۰ تنه وړل شوي وو. پر دې سربېره ۳۹۰۰ تنه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نورو هیوادونو په الوتکو کې له کابله ایستل شوي دي.

د امریکا پوځ وايي چې د هوا له لارې د ورځې له ۵ زره تر ۹ زره تنه لېږدولی شي.

بریتانیا وايي، ۵ زره تنه یې په الوتکو کې د کابل له هوايي ډګره لېږدولي دي. د دغو کسانو په منځ کې ۱۰۰۰ تنه په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې بیول شوي دي.

هغه افغانان چې امکریکا ته ځي، د کابل له هوايي ډګر څخه لومړی درېم هیواد لکه قطر، بحرین او متحده عربي اماراتو ته وړل کېږي او بیا امریکا ته انتقالېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب