یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبان: له مقاومت پرته د پنجشېر په لور د پرمختګ په حال...

طالبان: له مقاومت پرته د پنجشېر په لور د پرمختګ په حال کې یو؛ مسعود خبرو ته هیله مندي ښودلې

تاند (دوشنبه د سنبلې ۱) طالبان وايي چې وسله وال یې د پنجشېر ولایت پر لور د پرمختګ په حال کې دي، خو تر اوسه له کوم مقاومت سره نه دي مخامخ شوي.

طالب ویاند ذبیح االله مجاهد ویلي، «زموږ ځواکونو د بدخشان، تخار او د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ له لارو د پنجشېر خوا ته پرمختګ کړی دی، نژدې شوي دي خو تر اوسه له کوم نښتې سره نه یو مخامخ شوي.»

نوموړي زیاته کړې چې په پنجشېر کې د طالبانو له مخالفانو سره خبرې روانې دي او تر هغې چې خبرې نتیجه ورکوي د دوی ځواکونه هلته دېره شوي دي.

بلې خوا د طالبانو د مخالفې وسله والې ډلې مشر احمد مسعود وايي، هیله من دی چې له طالبانو سره به سوله ییزې خبرې وکړې، خو خبرداری یې ورکړی که خبرې کومه پایله ورنکړي وسله وسله وال یې جګړې ته چمتو دي.

نوموړي ویلي، غواړي طالبان په دې پوه شي چې خبرې د پرمختګ یوازینۍ لاره ده او ټېنګار یې کړی چې د جګړې بیا پیل نه غواړي خو زیاته یې کړه چې که طالبان د پنجشېر د نیولو هڅه وکړي نو دفاع ته چمتو دی.

د احمد مسعود په خبره په تېرو څو ورځو کې د بغلان ولایت په درېیوو ولسوالیو کې جګړه د ده کسانو نه بلکې د دې سیمې وسله والو د طالبانو د «بې رحمیو» پر وړاندې کړې ده.

ښاغلي مسعود په کابل کې د بېلابېلو قومونو په ګډون د یوه ټول شموله- پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې یو مستبد رژیم په رسمیت ونه پېژني.

احمد مسعود چې په پنجشیر کې یې له طالبانو سره د مقاومت جبهه نیولې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو هم د یو ټول شموله دولت رامنځته کېدو پر سر په کابل کې له حامد کرزي، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار سره خبرې پیل کړې دي او هڅه کوي چې د ټولو سیاسي رهبرانو نظرونه سره راغونډ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب