دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهامريکايي کارپوه: افغانستان مو يوازې پرېښود

امريکايي کارپوه: افغانستان مو يوازې پرېښود

تاند(دوشنبه، د سنبلې ١)- د امریکا د متحدو ایالتونو ځينې کارپوهان د افغانستان پر وضعیت خواشيني ښيي او وايي، امریکا او ناټو افغانستان يوازې پرېښود.

دغه کارپوهان وايي، له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو وتل د دوى حيثيت ته زيان رسولى دى.

د امریکا د ملي امنیت، دفاعي او نړیوالو چارو پوه جېسن هاوک د افغانستان پر اوسني وضعیت خواشیني څرګنده کړه او وایي، امریکا کولای شواى چې په دې هېواد کې د حالاتو د کنترول لپاره په کم شمېر سرتیري وساتي.

هاوک وويل: “مونږ افغانستان يواځې پرېښود. زه د یوه امریکایي په حیث، په دې کار شرمېږم او فکر کوم چې ناټو هم د افغانانو په پرېښودلو خپل عزت او افتخار له لاسه ورکړ.”

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې له مخې ټاکل شوې امریکايي او ناټو ځواکونه د روان اګسټ تر وروستۍ له افغانستانه ووځي خو اوس دغه هېوادونه د خپلو اتباعو او افغان همکارانو په وتو بوخت دي.

دا مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه هره ورځ په زرګونه امريکايي اتباع او د دوى افغان همکاران ايستل کېږي او امريکايي چارواکي وايي، که د اګسټ تر وروستۍ د دغو کسانو ايستل بشپړ نه شي نو شونې ده چې موده به يې وغځول شي.

طالبان: له مقاومت پرته د پنجشېر په لور د پرمختګ په حال کې یو؛ مسعود خبرو ته هیله مندي ښودلې

شاوخوا اته ورځې مخکې وسله والو طالبانو له پنجشېر پرته په يولسو ورځو کې پر ټول ولکه ټينګه کړه او دمګړى د دغې ډلې او افغان سياستوالو ترمنځ د يوه ټولشموله حکومت د رامنځته کولو لپاره مذاکرات پيل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب