Homeخبرونهاو اى سي: افغانستان دې بيا د ترهګرو په پتڼځاى نه بدلېږي

او اى سي: افغانستان دې بيا د ترهګرو په پتڼځاى نه بدلېږي

تاند(دوشنبه، سنبلې ١) – د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د افغانستان له راتلونکي جوړېدونکي حکومت وغوښتل چې په دې هېواد کې دې بيا ترهګرو ته پټنځاى نه ورکوي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان يا ‘او اى سي’ دغه غوښتنه تېره ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د بحث لپاره جوړه شوې ځانګړې غونډه کې کړې ده.

دغه سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د راتلونکې نظام له مشرتابه او نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې، افغانستان باید بيا هېڅکله د ترهګريزو ډلو په خوندي ځای بدل نه شي او ترهګرو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې د پښو د اېښودلو ځای ومومي.

د طالبانو اسلامي تحریک تراوسه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د دې نوې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

دغه سازمان وايي، يو پلاوى يې افغانستان ته راځي څو د بشري کړکېچ، سولې، ثبات او د افغانانو ترمنځ د پخلاینې پر اهمیت ټینګار وکړي.

ياده دې وي چې طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په خپله لومړۍ دوره کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته چې پر متحدوایالاتونو د ۲۰۰۱ کال د سېپټمبر د یوولسمې د بريدونو مسوولیت یې منلی و، پناه ورکړې وه چې په پايله کې یې امریکا او د ناټو ځواکونو پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې وپرځاوه.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان 57 غړي لري او مرکز یې د سعودي عربستان په جدې ښار کې دی.

3 COMMENTS

  1. ثابته ، ایا تاسی ددی شرمیدلی امریکائي سازمان چوکات کښی د لوځکو په شان همدا امریکا نه ښکته پورته کوی او تاسی د غلام پنجابی پاکستان تر کنترول لاندی نه یاستۍ ؟؟؟ که ئی نه منی هم اما همداسی دی، د تاسو چتلی او خائينی څیری اوس پټیدای نشی اوس تاسی جهان کښی رسوا شوی یاستۍ !!!!

  2. د حقانی د ډلی د ټول بدن د غړو له جملې څخه فقط بجیلکی او د پښو پنجې د افغان په خاوره کی غونځیږی نور ئې ټول بدن او ټول وجود د انګریز په اختیار کی دی، د طالب د تشکیلاتو ځینی برخی شاید یوازی د پاکستان په واک کی وی خو د حقانی شبکه مستقیماً د لندن په اختیار کی ده.
    حقانی او د حقانی کورنۍ د ګوډ مُلا یو بل نسل دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...