دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهروسيه د پنجشېر ستونزې د حل لپاره منځګړتوب کوي

روسيه د پنجشېر ستونزې د حل لپاره منځګړتوب کوي

تاند(يکشنبه، اسد٣١) – په کابل کې د روسیې سفارت وايي، د طالبانو استازو ترې غوښتنه کړې چې د ستونزې د حل لپاره د دوى پيغام د پنجشېر مشرانو ته ورسوي.

د روسیې سفارت وايي، نن د طالبانو يو استازى ورغلى او د دې هېواد له سفیر يې ديميتري ژیرنوف يې وغوښتل څو د دوى سياسي پيغام د پنجشېر مشرانو ته ورسوي.

ديميتري ژیرنوف وويل: “نن مو په سفارت کې د طالبانو د سیاسي دفتر يو استازى درلود او له مونږ يې وغوښتل چې د دوى سياسي پيغام د پنجشېر مشرانو او خلکو ته ورسوو.”

د روسیې سفیر د طالب استازي نوم ونه ښوده خو وايي چې پيغام يې ترلاسه کړى او په واقعي ډول پيغام دا وه چې تر اوسه طالبانو آن يوځل هم پنجشېر ته د ورتګ هڅه نه ده کړې او طالبان هڅه کوي څو د سياسي هوکړې له لارې د وضعیت لپاره د حل لاره ولټوي.

هغه دغه راز د طالبانو د پيغام پر بنسټ وايي، چې طالبان د وينې توييدنې غوښتونکي نه دي بلکې د مذاکراتو پلوي کوي.

ديميتري ژیرنوف وویل، اماراتو ته د ولسمشر محمد اشرف غني په ورتګ سره د هغه مرستیال امرالله صالح او د احمد شاه مسعود زوى احمد مسعود زوى احمد مسعود پنجشېر ته لاړل او د طالبانو پر ضد يې د مقاومت د پيل خبر ورکړ.

خو د روسیې سفیر وايي، په پنجشېر کې لا تر اوسه د دې مقاومت د پيل هڅه نه ده شوې.

تازه احمد مسعود ويلي، چې د يو ټولشموله حکومت د رامنځته کولو غوښتونکى دى او د مذاکراتو له لارې د ستونزو حل غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب