سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، ګل اغا شېرزی به د هېواد جوړونې په برخه کې...

طالبان وايي، ګل اغا شېرزی به د هېواد جوړونې په برخه کې د بلدوزر رول ولوبوي

تاند (یکشنبه د اسد ۳۱مه) د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو پخواني وزیر ګل آغا شېرزي هم د طالبانو سره بیعت اعلان کړ.

په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي لیدل کېږي چې ګل آغا شېرزی په خپل کور کې له طالب مشرانو سره بیعت کوي او ډاډ ورکوي چې د هېواد په ودانولو کې له طالب چارواکو سره یو ځای کار کوي.

یو طالب مسؤل له ښاغلي شېرزي سره په خبرو کې وايي چې ګل آغا شېرزي هم له طالبانو سره بیعت وکړ.

دغه طالب چارواکی په خپلو خبرو کې وايي چې شېرزي پر ځان د افغانستان د جوړونې په برخه کې د بلډوزر نوم ایښی و او په وینا یې چې له دې وروسته به د دوی له خوا د افغانستان د جوړونې بلډوزر وي.

تر دې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني احمدزي هم له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړی و.

2 COMMENTS

  1. اصلی بلډوزران خو طالبان وه چی په سلګونو کیلومتره پخې لیاری او پُلونه او مکتبونه ئې ویران کړی دی، ګُل آغا شیرزی بیچاره خو د باټو او بوټ پاکۍ او چور بلډوزر ؤ او هغه بلډوزر دئ چی د قومی مؤقعیت له کانال څخه ئې د ډالرو د جوال او کونۍ په تخته کولو کی ښه مهارت لاسته راوړئ ؤ.

  2. DE JALAL ABAAD GUMREK kee ham bildozer wee pa milionono daler dee portah kerL aos bya sta de parah chance paid sho. GERMANY KEE SO MILIONAH ACCUNT AW CASH DEE.
    DE GHARIBO DE KHUDAYEE MAL SHEE.

    CHOOR DAY CHOOR DAY CHAR CHAPIRA CHOOR DAY
    MANZ KEE AFGHAN WOLAR MAZLOOM DAY

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب