سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهطالبانو په فاریاب، نیمروز او غزني ولایتونو کې لسګونه سیاسي بندیان خوشې...

طالبانو په فاریاب، نیمروز او غزني ولایتونو کې لسګونه سیاسي بندیان خوشې کړل

تاند (یکشنبه د اسد ۳۱مه) طالبان وايي په فاریاب، نیمروز او غزني ولایتونو کې یې لسګونه سیاسي بندیان له بنده ازاد کړي دي.

قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي پر خپل ټویټر په بېلا بېلو ټویټ پیغامونو کې چې نن یکشنبه یې خپاره کړي لیکلي چې په فاریاب کې ۷۷، په نیمروز کې ۱۰۰ او په غزني کې ۱۸۰ تنه سیاسي بندیان له بنده ازاد او خپلو کورنیو ته واستول شول.

نوموړي زیاته کړې، «دفاریاب ولایت کې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس له عمومي محبس نه ۷۷ تنه سیاسي بندیان ازاد او خپلو کورونو ته واستول شول.»

هغه په یوه بل ټویټ کې لیکلي، «تیره ورځ د نیمروزولایت د عمومي محبس څخه د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس ټول سیاسي بندیان چې شمیر یې ۱۰۰ تنو ته رسیده ازاد او خپلو کورونو ته واستول شول.»

احمدي دغه راز په یوه بل ټویټ کې لیکلي، « د غزني ولایت له عمومي محبس څخه د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس ټول سیاسي بندیان چې شمیر یې۱۸۰ تنو ته رسیده ازاد او خپلو کورونو ته ستانه شول.»

طالبانو تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ګڼ شمېر بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې دا لړۍ به جاري ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب