دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد هند په نظامي اکاډمۍ کې روزل شوى د طالبانو یو مشر...

د هند په نظامي اکاډمۍ کې روزل شوى د طالبانو یو مشر ‘شېرو’ څوک دى؟

تاند(يکشنبه، اسد ۳۱) – د هندوستان يو پخوانى متقاعد جنرال د طالبانو د مذاکراتي پلاوي د يوه غړي په اړه خپل خاطرات بيان کړي.

دغه هندى جنرال وايي، د طالبانو په ډله کې د شېرمحمد عباس ستانکزي شتون هغه صحنه ورياده کړې چې هغه د هند د دهرادون په نظامي اکاډمۍ کې زده کړې کولې.

هندي رسنۍ د دغه جنرال د نوم له يادولو پرته وویل، له طالبانو سره له يوځاى کېدو مخکې شېرمحمد عباس ستانکزى د بهرنیو زده کوونکو په توګه د هند په دهرادون نظامي اکاډمۍ کې تر نظامي روزنې لاندې و.

سرچینه وايي، په دهرادون نظامي مرکز کې تر زده کړو مخکې  ښاغلي ستانکزي د افغانستان نظامي ځواک کې د ډګروال په توګه دنده درلوده.

هغه د افغانستان د دفاعي اکاډمۍ کې په يوه ازموینې کې له ګډون او بريا وروسته د هند دهرادون نظامي اکاډمۍ ته واستول شو او هلته يې له 45 نورو بهرنیو زده کوونکو سره چې افریقايان او او اسىيايان وو نظامي زده کړې پيل کړې.

د سرچينې په وينا، ملکرو او ټولګیوالو به شېر محمد عباس ستانکزي ته “شېرو” غږ کاوه.

شېر محمد عباس ستانکزى په لوګر کې زېږېدلى او د افغانستان په يوه پوهنتون کې يې په سياسي علومو کې ليسانس او له نظامي زده کړو مخکې ماستري هم کړې ده.

ستانکزى په 1996 کال کې له طالبانو سره د يوځاى کېدو مخکې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جګړه برخه اخیستې او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزیر وکيل احمد متوکل مرستيال و.

ښاغلى ستانکزى په قطر کې په تېرو دوو لسيزو کې د طالبانو د مشرتابه په توګه د مذاکراتي ټیم چارې مخته بيولې.

هغه له 2012 تر 2018 کلونو ترمنځ قطر کې د طالبانو د پلاويو مشري هم کړې ده.

راپورونه وايي، په دهرادون نظامي مرکز کې د زده کړو پرمهال د هغه ملګري او ټولګیوال ښاغلى ستانکزى يو مينه ناک او نرم انسان يادوي او دوى په کې د سختدریځۍ نښې نه وې ليدلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب