تاند ( یکشنبه، د اسد ۳۱) د امریکا ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت له ټیم سره په افغانستان کې د ترهګرۍ پر احتمالي ګواښونو خبرې کړې دي.
سپینه ماڼۍ وایي چې بايډن به دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت مهمې خبرې کړې دي.
سرچینه وایي، په دې ناسته کې تر ډېره خبرې په دې شوي چې په افغانستان کې د کشمکشونو د ختمولو لپاره باید خبرې ادامه پیدا کړي او دغه راز یې په دې هېواد کې د ترهګریزو فعالیتونو پر احتمالي ګواښونو هم بحثونه کړي دي.
د سرچینې په خبره دوی همدا راز له افغانستان د ځينو وګړو پر ویستلو او دغه راز په یوه درېیم هېواد کې د یادو کسانو پر ځای پر ځای کولو هم خبرې کړې دي.
د یادونې ده، چې دا په تېرو څو ورځو کې دویم ځل دی چې بایډن د ملي امنیت له ډلې سره پر افغانستان او دلته پر روان وضعیت خبرې کوي.
بایډن داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ټاکل شوې د جمعي امنیت سازمان د ځینو غړو هېوادونه په نننۍ غونډه کې د افغانستان پر مسئله خبرې وکړي.
سرچینې وایي په دې غونډه کې د مرکزي اسیا د هېوادونو او روسیې استازي هم ګډون کوي.
د جمعي امنیت سازمان په ۱۹۹۲ز کال کې جوړ شوی دی چې تر ډېره د روسیې تر نفوذ لاندې دی او په دې سازمان کې د غړو هېوادونو پر امنیتي مسایلو او له دوی سره پر همکاریو خبرې کېږي.