تاسي، چې هرڅه کار کوئ، که په کومه کارخانه کې کاريګر ياست او که په کوم دفتري کار بوخت ياست، د ښوونځي ښوونکي ياست او که د اخبار ايديتور او که په دکاندارۍ لګيا يي، کله نا کله به ستړيا محسوسوئ. که رښتيا سره ووايو دا شکايت ډېر عام دى. هغه خلک هم له ستړيا سرټکوي، چې له سره کار نه کوي. داسې خلک، که د سهار په ځاى ترماسپښين پوري ويده وي او له خوراک څښاک او مچانو شړلو پرته هيڅ کار هم ونه کړي، بيا هم داشکايت کوي ، چې ډېر ستړي دي.
ځيني خلک هيڅ په هيڅه ستړي وي، سبب يي دا وي، چې دوى ځان ستړى ګڼي. په حقيقت کې ددوى داستړيا ، چې دوى دومره ځوروي بدني يا د بدن د غړوستړيا نه وي، بلکې دا دماغي يا رواني ستړيا وي. ددې تداوي هم د بدني ستړيا په پرتله ډېره اسانه ده، بس لږ غور او فکر ته اړتيا لري.
د ستړيا له تداوې وړاندې بايد په دې ځان وپوهوو اوسبب يي پيداکړو. که سبب يي پيداکړو بيا نوره ستونزه نو په ډيره اسانۍ هواريږي. په لاندې مثالونو غور وکړئ .
د جمعې ورځ وه، ستاسي رخصتې وه ، دکورد يوشمير غټو اوكوچنيو کارونو كول مو په مخكي دي، څوځله دباندې ولاړئ ، دکور لپاره مو داړتيا ځيني شيان له بازار نه رانيول يا دخپلو خپلوانو کره ولاړئ ، داسې احساس مو وکړ ، چې له څو ساعته منډو ترړو وروسته ښه ستړي ياست، فکر مو کاوه ، چې بايد ولمبيږئ او لږاستراحت وکړئ. عين په دغه وخت کې مو ديوه دوست پيغام درته ورسيد، چې دغرمې ډوډۍ ته يي ميلمستيا ته بللي ياست. او په پيغام کې يي درته دا هم ويلي وي، چې دماخوستن دډوډوۍ له خوړو وروسته به په ګډه فلم هم وګورو. دا دوست په تاسي ډېر ګران دى ، تاسي هم غوښتل ، چې ورسره ووينئ ، ځکه نو ستاسي ستړيا ورکيږي او په خوښي ، خوښي ددوست کره ځئ. له چاى، ډ وډۍ وروسته له هغه سره په سيل وځئ اوبيا د شپې ترناوخته د فلم كتو ته کښينئ ، خو په دې ټول وخت کې يوه شيبه هم تاسي داسې احساس نه کوئ، چې تاسي هغه څوک ياست، چې له غرمې مخکي ډېر ستړي وئ ، لږ فکر وکړئ ستاسي هغه ستړيا څه شوه؟
په ښوونځي يا دفترکې به مو هم ډېر ځله ستړيا محسوسه کړې وي . کله ، کله به موډېر کار کړى وي او زيات کار به سخت ستومانه کړي ياست. ډېر ځله به مو ساعت ته کتلي وي او فکر به مو کړى وي ، چې کله به له دې مصيبت نه خلاص شم. په عين حال کې مو يو ګران ملګرى راځي ، کوم زيرى اورئ ، سيل ته دتګ وعده کوئ ، سمدستي مو دماغ تازه کيږي، داعصابو سختي مو کميږي او ستړيا مو له منځه ځي. له دې مثالونو نه څه پايله لاس ته راځي ؟
دا، چې که دپرله پسې او يو ډول بوختيا له امله درامنځته کيدونکې ناخوښې په بهير کې ناڅاپه څه بدلون ، څه رنګارنګې راځي او تاسي يو ناڅاپه ځان تراو تازه محسوسوي، نو پوه شئ، چې ستاسي ستړيا يوازي خيالي او رواني ده. رواني کار پوهان وايي بدني ستړيا هم ترډېره رواني ده. نامتو انګريزليکوال هربرټ اين کيسن په دې لړکې يو په زړه پوري مثال راوړي، دى ليکي ، چې يو هلک سهار وختي دکبانو دښکار لپاره وځي . ټوله ورځ په ښکار پسي لالهاند وي ، ماښام دښکار پيټى هم کورته راوړي او ستړى نه وي، خو که مور يي ورته د ډبرو دسکرو دراوړو ووايي، نو هلک له واره ستړى شي . ولي ستړى شي ؟ ځکه ستړى شي، چې د ډبرو د سکرو په راوړو کې هيڅ راز دلچسپې نه لري. د دې برعکس دکبانو ښکار يي شوق دى او دغه شوق يي ستړيا ته نه پريږدي . دستړيا په هکله دا په يادلرئ ، چې اصلي مرکز يي دماغ دى. د ماغ په ټول بدن واکمن دى، څنګه، چې دى فکر کوي ، کيږي او څنګه ، چې دحالاتو او واقعاتو نه دماغ اخستنه کوي، په نور بدن يي هم سمد ستي اثرڅرګنديږي . که دماغ داسې فرض کړي ، چې تاسي ستړي ياست نو بدن به مو ستړيا احساس کړي، که ستاسي بدن ستړى وي او دماغ دانه مني ، نو په بدن باندي دستړيا هيڅ اثر هم نشي څرګنديداى. له ستړيا نه سرټکونکي ډېرى داسې نارينه او ښځينه وي، چې په ژوند کې له خپل مقام او موقف نه ډاډمن نه وي. د ژوند حالات يي ناسم وي. او دخپلې خوښې په خلاف کار له پيل کولو وړاندې يي ډېر خوبونه او خيالونه ليدلي وو . له دې ارمانونو نه يي يو هم ونه خوت او ديوه داسې کار په کولو مجبور شول ، چې ددوى له وړتيا او زده کړيز صلاحيت نه دډېرې ټيټې کچې و . دمثال په توګه يو ځوان له پوهنتون نه دلوړو زده کړو سند ترلاسه کړ، ده داسې ګومان کاوه ، چې ښه وظيفه به پيدا کړي ، خو داسې ونه شوه . حالاتو اړيست ، چې په يوه دفتر کې د عادي كاتب په توګه کار وکړي. که څه هم دى په يو څه کولو بوخت دى ، خو يوه خوا يي معاش لږ دى او بله خوايي دخپلو زده کړو په پرتله موقف او عزت په نشت حساب دى . په داسې حال کې ، چې دده نور سيالان په لوړو پوستونو کار کوي، دا وجه ده، چې دى تل مانده او زړه ماتى وي ، خپل بخت او يا د وخت بې وفايي ته بد رد وايي. داسې احساس کوي ، چې له ده سره بې انصافي کيږي . دده دوړتيا وو بې قدرې او سپکاوى کيږي. دا احساس يي هروخت ځوروي ان له ميز نه دهرکاغذ په را اخستلو او پرې اېښودلو کې هم د ده د نازړه توب دا احساس له ورايه بريښي. هر غټ او وړ کار ورته يو دروند پيټى ښکاري . داپيټى پکې ستړيا پيداکوي. دبدن ستړيا نه! رواني ستړيا . ايا ددې هيڅ علاج نه شته ؟
بې له شکه شته، يوازي دليدلوري بدلون ته اړتيا ده. بې له شکه دده دا حق خوندي دى ، چې دښه او غوره فرصت په لټون کې وي او په ژوند کې فرصتونه پيداکيږي، خو ددې دا معانا هم نه ده ، چې په کوم سم او يا ناسم کار ، چې لګيا دى هغه دي سم نه ترسره کوي. دى په بيړنيز ډول له حالاتو سره روغه جوړه ولي نه کوي ؟ خپل مسووليت په سمه توګه ولي نه ادا کوي؟ ولي هغه څه ، چې حقيقت دي او په وړاندې يي دي نه مني ؟ ولي په دې نه پوهيږي، چې داسې هيڅ کار نشته، چې په زړه پوري والى په کې نشي پيدا کيداى. دى د کار ښه وړتيا لري، که له زړه کار وکړي، نو د ملګرو او امرانو په زړونو کې دښه درناوي څښتن کيداى شي، پرمختګ کولاى شي او دوستان او ملګري پيداکولاى شي. او ممکن دهدغو ملګرو په وسيله څه داسې حالت راپيدا شي، چې دده دهدف ته درسيدو وسيله وګرځي .
د ډيل کارنيګي د کتاب (د پرمختګ پنځلس اصول) د يوه څپرکي ژباړه