دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهداودزی: امنیتي ځواکونه د سياستوالو د بې اعتمادي له امله ونه جنګېدل

داودزی: امنیتي ځواکونه د سياستوالو د بې اعتمادي له امله ونه جنګېدل

تاند(يکشنبه، اسد٣١) – د افغانستان د کورنیو چارو پخوانى وزير محمد عمر داودزى وايي، د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه د افغان سياستوالو ترمنځ د بې اعتمادۍ له امله ونه جنګېدل.

هغه له العربیه سره په مرکه کې وايي، د طالبانو په لاس د ټول افغانستان تر سقوط مخکې ورځو کې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ او امریکا ترمنځ اړیکې خرابې شوې وې.

ښاغلي داودزي وویل: “واشنګټن له طالبانو سره خبرې کړې وې نه له افغان دولت سره. طالبان غواړي په افغانستان کې د داعش نسخه تطبیق کړي. د افغانستان امنیتي ځواکونه د سياستوالو ترمنځ د بې اعتمادۍ له امله ونه جنګېدل.”

نوموړي په چټکۍ د طالبانو ولکه د پوځ په ليکو کې د پراخ فساد شتون ياد کړ چې په وينا يې د طالبانو پرمختګ غافله کړل.

خو په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضعيف وايي، طالبان به پاشل شوى افغان ځواک بېرته ورغوي.

ملا ضعيف: طالبان به پاشل شوى افغان ځواک بېرته ورغوي

هغه ويلي، چې د يوه هېواد لپاره د امنیتي ځواکونو لرل اړين دي او طالبانو به له دغو ځواکونو سره کومه ستونزه ونه لري.

په ورته مهال د افغانستان پخوانى لوى درستيز جنرال ياسين ضيا بيا له ملي پوځ سره د سياستوالو خيانت تاييد کړ.

ضيا وویل، د سياستوالو خيانت داسې شرایط رامنځته کړل چې پوځ مجبوره شو څو صحنه خوشې کړي.

د هغه په وینا د ولسمشر غني په دوره کې تر څلوېښتو زرو ډېر امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب