جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهملا ضعيف: طالبان به پاشل شوى افغان ځواک بېرته ورغوي

ملا ضعيف: طالبان به پاشل شوى افغان ځواک بېرته ورغوي

تاند(جمعه، اسد٢٩) – طالبانو ته نږدې ځينې شخصيتونه وايي، د پاشل شوي افغان امنیتي ځواکونو د بېرته رغولو او راغوښتلو شونتیا شتون لري.

ملاعبدالسلام ضعیف چې په افغانستان د طالبانو په پخوانۍ لومړۍ دوره کې په پاکستان کې سفير و وايي، د يو هېواد لپاره د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو شتون اړين دى او طالبان ورسره ستونزه نه لري.

هغه وویل: “طالبان به پاشل شوى افغان ځواک بېرته ورغوي. د پاشل شوي افغان ځواک ټول معلومات شته او دا د يو مملکت لپاره ضروري ده چې امنیتي ځواکونه ولري. طالبان چې ملکي مامورين خپلو دندو ته راوبلل نو د نظامي ځواکونو بېرته رغولو سره ستونزه نه لري.”

د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر نږدې درې سوه زره و او امریکا او متحدانو د هغوى په روزنه او سمبالنه تر يو تريليون زيات ډالر لګولي وو.

خو کله چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره يکشنبه له افغانستانه ووت په کابل کې ټولو امنیتي ځواکونو خپلې وسلې طالبانو ته وسپارلې او دغه ځواکونه خپلو کورونو ته واستول شول.

وړمه ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خبري ناسته کې د ملي امنیتي ځواکونو او ملي بيرغ په اړه وویل چې راتلونکى جوړېدونکى نظام به په دې تړاو پرېکړه کوي.

وسله وال طالبان دا مهال د پنجشير ولايت پرته په ټول افغانستان ولکه لري خو هلته د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح او د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود زوى احمد مسعود د دوى پر ضد د جګړې اعلان کړى او مسعود تازه له امریکا وغوښتل چې د جګړې لپاره ورسره مرسته وکړي.

خو ملاعبدالسلام ضعیف وايي، چې د پنجشير د ستونزې د سوله ييز حل لپاره هڅې روانې دي او که چېرې پر طالبانو برید وشي نو دوى به له ځانه دفاع وکړي.

هغه وویل: “د پنجشير موضوع په اړه د علماوو ترمنځ خبرې روانې دي څو پخوانيو ناراضي چارواکو سره خبرې وکړي او د مذاکراتو له لارې ستونزه حل کړي خو که پر طالبانو بريد کېږي زه ډاډه يم چې خپله دفاع به کوي.”

دغه راز د احمدشاه مسعود زوى وايي، د دې ورځې په راتګ پوهېده او د پلار له وخته د وسلو زېرمې لري.

بل لوري د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبردارى ورکړى چې په پنجشير کې د طالبانو پر ضد وسله وال مقاومت منسجم کېږي.

هغه د مقاومت او جګړې د مخنیوي په موخه په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړېدو لپاره د سیاسي ګوندونو په مشارکت د هر اړخیزو خبرو غوښتنه وکړه.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم د طالبانو اسلامي تحریک پنجشير نه و نيولى او هغه مهال پنجشير يوه ولسوالۍ وه خو د حامد کرزي په مشرۍ د لنډمهالي حکومت په رامنځته کېدو سره سم په ولایت بدل شو.

2 COMMENTS

  1. د ملا ضعیف کومه خبره سمه وه چې دا به یې سمه وي.

    ملا ضعیف په تېرو شلو کلونو کې په زرګونوه مرکې او ویناوې کړي دی، ټولې دروغ او غلطې ثابتې شوې دي.

  2. دا ډیره مرموزه او پېچلې سناریو ده چی مثلاً ټول افغانستان د طالب پلاس اشغال او فقط د پنجشیر دره ددې اشغال له دایرې وتلې وی. داسی نه چی نړیوالو کُفارو او استعمارګرانو او توطئه ګرانو داسی پلانونه تر لاس لاندی نیولی وی چی د پنجشیر د خوندی ساتلو د سناریو تر سیوری لاندی یوه بله خطرناکه بلا را ښکاره او دا ځل د هیواد د تجزئې پلان عملی سی.
    څه موده مخکی د فرانسې د یهودی ټولنی فعّال او شریر او پلید غړی ( برنارډ لیوی ) په پنجشیر کی د مسعود د زوی سره یوه غونډه درلوده.
    فرانسه او انګلیس د ګڼو اشتراکاتو تر څنګ یو د بل سره سخت او حتی خونړی رقابتونه هم لری او ممکن ددې رقابت د اور لمبې په پنجشیر او شمال کی نوری هم جګی او سوځېدونکی سی.
    په پاریس کی د احمد شاه مسعود پنوم د یو محل نوموَل په حقیقت کی د فرانسې او انګریز د رقابتونو یوه وړوکې نمونه ده.
    احمد مسعود زما زوی اوس په فکری جنجال کی ایسار دئ، له یوې خوا ئې د لندن اوبه چیښلی دی او له بلی خوا ئې د پلار مینه د پاریس سره او د بلی خوا ئې د طالبی ( لندنی ) سیوری د هیبت اِحساس او د بلی خوا د طالب د شرّ څخه د خلاصون په ګومان د پاریس د وعدو تحقق.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب