جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهطالبانو د بادغيس د امنيت پخوانی آمر حاجي ملا اڅکزی وژلی دی

طالبانو د بادغيس د امنيت پخوانی آمر حاجي ملا اڅکزی وژلی دی

تاند ( جمعه د اسد ۲۹ مه) طالبانو د بادغیس د امنیه قوماندانۍ د امنيت پخوانی آمر حاجي ملا اڅکزی وژلی دی.

که څه هم د طالبانو ویاند په کابل کې په خپل لومړني خبري کنفرانس کې وویل چې طالبانو د امنیتي ځواکونو په ګډون د افغان حکومت ټولو کارکوونکو ته عمومي بښنه اعلان کړې او پر هېچا کار نه لري. خو داسې ښکاري چې طالبانو لاهم د افغان ځواکونو د سرتېرو او افسرانو له وژلو لاس نه دی اخیستي.

په تر ټولو تازه پېښه کې طالبانو د بادغیس د امنیه قوماندانۍ د امنیت پخوانی آمر حاجي ملا اڅکزی وژلی دی.
په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ده، لیدل کیږي چې حاجي ملا اڅکزی په داسې حال کې چې سترګې او لاسونه یې تړلې دي، پر ځمکه کېنول شوی دی.

طالبان نوموړی د ۷۰ کسانو په وژلو تورنوي او هغه ته د ظالم او منافق خطاب کوي او وروسته یې له څو لورو په مېرمیو ولي.

بل خوا د ملګرو ملتونو د یوه سند له مخې طالبانو د هغو کسانو د پیدا کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي چې له ناټو او امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

دغه محرم سند د نړېوال تحلیل د مرکز له لوري چې دفتر یې په ناروي کې دی، چمتو شوی.

دغه مرکز د ملګرو ملتونو لپاره استخباراتي معلومات راټولوي.

ددغه سند له مخې،هغه کسان چې په پوځ، پولیسو او د پلټنو او ګروېږنو په ادارو کې یې کار کړی وي، له ګواښ سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب