جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهجي ۷ هیوادونو د یوې غونډې په ترڅ کې پر افغانستان خبرې...

جي ۷ هیوادونو د یوې غونډې په ترڅ کې پر افغانستان خبرې وکړې

تاند (جمعه د اسد ۲۹مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جي ۷ هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په افغانستان کې د وروستي وضعیت په هکله خبرې کړي دي.

په دې غونډه کې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازو برخه درلوده.

د جي ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو د ټولو هغو کسانو په خوندي تګ ټینګار وکړ چې غواړي له افغانستان څخه بهر شي.

انتوني بلینکن وايي په دې غونډه کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله سیاسي توافق د کېدو په ضرورت چې د ټولو افغانانو اساسي بشري حقونه تامین کړي، ټینګار وشو.

دغه راز په دې غونډه کې یادو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې له طالبانو سره به د نړیوالې ټولنې اړیکې د هغوی کړنو پورې اړه ولري، نه د هغوی د خبرو پورې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جي ۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او همدارنګه د اروپايي ټولنې استازې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، بشري هڅو ، کډوالۍ بحث کړی او هوکړه یې کړې چې په ټولو برخو کې نږدې روابط ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب